BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:57 گرينويچ 2006 ,05 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م . م : د ناقانونه وسله والو فعاليتونه بايد بند شي

افغانستان کې وسله والې ډلې
ملگري ملتونه هيله من دي چې له وسله والو کسانو به سږ کال وسلې ټولې کړي .
په افغانستان كې ملګري ملتونه اټكل كوي چې ١٨٠٠وسله والې ډلې په دې هيواد كې ناقانونه وسلې ګرځوي .

د ملګرو ملتونو يو وياند وويل چې دغه ډلې د نشيي توكو د قاچاق ترڅنګ د خلكو د امنيت په ګډوډولو كې هم لاس لري .

دملګرو ملتونو له لورې د ناقانو وسله والو ډلګيو د له منځه وړلو د بهير وياند احمد جان نوزادي په مزار شريف كې خبريالانو ته وويل چې د ٢ کلو په ترڅ کې به له دغو ناقانونه ډلګيو څخه ګردې وسلې راغونډې كړې .

د ملګرو ملتونو د ډاياګ يا د ناقانونه وسله والو ډلګيو د له منځه وړلو د پروګرام چارواكي وايي چې ١٢٥ زره نامسوله وسله وال كسان په افغانستان كې ١٨٠٠ ناقانونه وسله والو ډلګيو په اډانه كې راټول دي .

په مزار شريف كې د دغه پروګرام يو جيګ پوړي چارواكي بصير عارفي وويل .

(( ١٨٠٠وسله والې ډلې او ١٢٥زره وسله وال كسان په افغانستان كې شته دي . د ډاياګ د پروګرام موخه په دې برخه كې د ١٨٠٠ وسله والو ډلګيو له منځه وړل دي )) .

نړيوالې او كورنۍ نادولتي ټولنې او افغان دولت په دې اند دي چې په افغانستان كې نسبي سوله د بې وسلې كولو او ملكي ګرځونې يا ډي ډي ار له پلي كولو څخه وروسته رامنځته شوه چې په ترڅ كې يې په لسګونو زره پخوانيو جنګياليو وسلې وسپارلې او ملكي ژوند يې خپل كړ .

له ياد شوي بهير وروسته افغان دولت ومنله چې لا هم د ناقانونه وسلوشتون د خلكو امنيت له ګواښ سره مخامخ كړى دى اود تير ميلادي كال د جون له مياشتي څخه يې د ملګرو ملتو په مرسته د ورته وسله والو ډلګيو د له منځه وړلو لپاره موټې راونغاړلې .

د دغه بهير وياند احمد جان نوزادي له هغو ډلګيو څخه چې لا هم ناقانونه وسلې ګرځوي وغوښتل چې پاتې هغه وسپاري .

ښاغلى نوزادي وايي چې دغه ناقانونه وسله والې ډلې د نشيي توكو د قاچاق ، توليد او كاروبار د رامنځته كېدو لامل ګرځيدلي دي .

ده د روان ميلادي كال تر پايه پورې د ناقانونه وسله والو ډلګيو د له منځه وړلو هيله وكړه او د پخوانيو مليشو هغو قومندانانو ته چې لاهم ناقانونه وسلې ګرځوي خبردارى وركړ چې نړيواله ټولنه او افغان دولت په دې هڅه كې نه دي چې د وسلو د راټولونې په موخه له زور څخه كار واخلي .

د ناقانونه وسله والو فعاليتونه بايد بند شي

ټام کونيگز
ستره هيله مې داده چې امنيت ورو ورو او په پاى كې ښه شي . دغه كار د پوليسو او ملي پوځ له روزلو سره شونى دى .

افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي ، ټام كونيګز (Tom Koenigs) له بي بي سي سره په يوه ځانګړې مركه كې پر نامسوله وسله والو باندې غږ وکړ چې د ناقانونه فعاليتونو څخه لاس واخلي .

ده وويل چې د افغانستان په دولتي ادارو كې وړتيا مخ په زياتېدو ده او د ملي پوځ او پوليسومسلكي روزنه د قانون له واكمنۍ سره مرسته كوي .

ښاغلي كونيګز د افغانستان په سويل كې د نا امنيو د پيښو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كې له افغانانو وغوښتل چې د افغانستان له اوسني حالت څڅه پوره ګټه واخلي او خپله وړتيا وچته كړي .

دټام كونيګز په اند د افغانستان په سويل كې د ټيكاؤ رامنځته كول د ملي پوليسو او ملي پوځ له بشپړې بيا رغاونې سره تړاؤ لري چې دده په وينا نړيواله ټولنه يې د جوړولو په حال كې ده .
ده وويل .

(( ستره هيله مې داده چې امنيت ورو ورو او په پاى كې ښه شي . دغه كار د پوليسو او ملي پوځ له روزلو سره شونى دى .
د همدې لپاره نړيواله ټولنه دې برخې ته ځانكړې پاملرنه كوي چې د ملي پوځ ځواكونو ته روزنه وركړي او د هغوى وړتيا اوچته كړي .
بله خبره داده چې په افغانستان كې بايد اقتصادي پرمختيا ته پاملرنه وشي .
د افغان دولت او نړيوالې ټولنې هلې ځلې چې د دولت په ملاتړ تر سره كيږي بايد خپل اغيز ولري چې خلك پوه شي چې ثبات د هغوى د شخصي ګټي لپاره ښه دى . ))

د روان ميلادي كال د جنورۍ پر يو ديرشمه نيټه په لندن كې د افغانستان لپاره نړيوال كنفرانس راوبلل شو چې مشري د ملګرو ملتونو ، برتانيا او افغانستان په غاړه وه .

په دې كنفرانس كې د افغانستان تړون لاسليك شو او نړيوالې ټولنې له افغان دولت سره ددې جګړه څپلي هيواد په بيارغاونه كې خپله ژمنتيا په پياوړي هوډ له سره وښوده.

دغه تړون د افغانستان دولت ژمن بولي چې په لومړنيو شپږو مياشتو كې اداري سمونونه رامنځته كړي .

په افغانستان كې د ملګرو ملتو استازى ټام كونيګز همدې تړون ته په اشارې سره وايي چې د افغانستان د تړون ډيره برخه امنيتي مسالو ته ځانګړې شوې ده .

(( د لندن د تړون غوره برخې امنيتي مسالو پورې اړه لري چې امنيت ښه شي .
داد لندن د كنفرانس مهمه برخه ده .بنسټيزه خبر داده چې د افغانستان له دولت سره په راتلونكو پنځه كلونوكې ، نړيواله ټولنه په ګډه له سخاوته ډكې مرستې وكړي .
دا د افغانستان لپاره يو امتياز دى .ځكه چې د نړيوالې ټولنې مرستې د امنيت د ښه كولو په برخه كې بېساري دي . زه هيله لرم چې د افغانستان دولت او خلك له رامنځته شوي حالت څخه د وړتيا ؤ په لوړولوكې ښه ګټه واخلي او خپلې ستونزې اوارې كړي . ))

ښاغلي كونيګز په افغانستان كې د ټيكاؤ د رامنځته كېدو لپاره له هغو ځواكونو څخه چې په ناقانونه ډول پوځي فعاليت كوي وغوښتل چې وسلې وسپاري .

((مليشيي ځواكونو ته د افغانستان دولت يو طلايي فرصت وركوي چې خپله وسله په ځمكه كيږدي . خپلې ډلې منحل او له منځه يوسي او خپلو ناقانونه فعاليتونو ته د پاى ټكى كيږدي .
هغه څوك چې ددې بلنې په وړاندې مقاومت كوي ددولت له قانوني غبرګون سره په مخامخ شي .
د ناقانونه وسله والو ډلګيو د له منځه وړلو بهير يا ډاياګ ددې لپاره دى چې وښيي يوازې دولتي څانګې دي چې وسله په لاس لري او يوازې هغوى دى چې د وسلې په درلودلو سره د خلكو له امنيت څخه دفاع كوي .))

په دولت كې روانو سمونونو ته په اشارې سره ښاغلي كونيګز وويل چې د افغانستان په دولتي څانګو كې ورو ورو د وړتيا لرونكو چارواكو شتون مخ په زياتېدو دى .

دى چې په افغانستان كې د سوله ييز چاپيريال د رامنځته كېدو لپاره ډير هيله من دى .د امنيت د ښه كولو په موخه يې ډيره هيله د امريكا د متحدو ايالاتو او جرمني له خواد افغانستان د ملي پوځ او ملي پوليسو د ځواكونو روزلو او پياوړي كولو ته وه

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت