BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:15 گرينويچ 2006 ,14 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغانستان شمال کې وسلې موندل شوي

وسلې
انسان ضد ماينونه ، ١٠٠٠٠د شوبلې ضد ماينونه او له اتيا ټونو څخه زيات د ( ټي اين ټي ) په نامه روسي ډوله چاوديدونكي توكي د ځمكې لاندې له يوې زيرمې څخه تر لاسه شوي دي
د جوزجان په ولايت كې د وسلو او چاوديدونكو توكو ستره زيرمه موندل شوې ده او د ناقانونه وسلو د راټولونې كميسيون ته سپارل شوې ده .

په دې زيرمه كې لسګونو ټونه پوځي مهمات ،او په زرګونو د انسان ضد او شوبلې ضد ماينونه شته وو .

د ډاكټر نجيب الله له واكمنۍ وروسته چې په افغانستان كې كورنۍ جګړه پيل شوه د شمال ډير ولايتونه د جوزجان ولايت له مركز د شبرغان له ښار څخه اداره كېدل او پوځي واګې يې هم د همدې سيمې له وسله والو سره وې .

چارواكو وويل چې د پوځي مهماتو او ماينونو دغه ستره زيرمه د شبرغان ښار ته څيرمه د سلطان كوټ په سيمه كې موندل شوې ده .د افغانستان په شمال كې د نړيوالو سوله ساتو ځواكونو يو وياند وويل چې ١٥٠٠٠ انسان ضد ماينونه ، ١٠٠٠٠د شوبلې ضد ماينونه او له اتيا ټونو څخه زيات د ( ټي اين ټي ) په نامه روسي ډوله چاوديدونكي توكي د ځمكې لاندې له يوې زيرمې څخه تر لاسه شوي دي .

د جوزجان د پوليسو مشر فضل الدين عيار بي بي سي ته وويل چې دغه پوځي او چاديدونكي توكي يې د ناقانونه وسلو د راټولونې كميسيون ته سپارلي دي .ښاغلي عيار دغه زيرمه له خطره ډكه وبلله او وېويل چې كه چاودلې وى ، د ستر ناورين د رامنځته كېدو لامل به ګرځېدلې وه .

تر اوسه پورې چا د چاوديدونكو توكو ددغې زيرمې د ساتلو پړه په غاړه نه ده اخيستې او چارواكو په روښانه ډول ويلي نه دي چې د پوځي توكو دغه زيرمه به چا پورې اړه ولري . خو د تنظيمي جګړو په لسيزو كې د شمال د ډيرو ولايتونو پو ځي او اداري چارې له همدې ښار څخه سمبالېدې چې دغه زيرمه په كې موندل شوې ده .

د طالب جنګياليو له ماتې وروسته هم د شمالي ټلوالې ځواكونو ته ډيرې وسلې په لاس ورغلې خو دا لا په بشپړ ډول جوته نه ده چې دغه پوځي او چاديدونكي توكي د څه لپاره او د چا له خوا ساتل كېدل .

د جوزجان والي جمعه خان همدرد وويل چې لا هم په نوموړي ولايت كې داسې كسان شته چې په ناقانونه توګه وسلې ګرځوي او د قانون د پلي كولو په وړاندې خنډ ګرځي .

د ولسمشر كرزي درستيز وال جنرال رشيد دوستم چې د جګړو په لسيزو كې يې د زياتر ه شمالي ولايتونو پوځي او اداري واګې په لاس كې وې وار له مخه خبريالانو ته ويلي دي چې خپلې ګردې درنې او سپكې وسلې يې د ملګرو ملتو او افغان دولت چارواكو ته سپارلي دي چې لسګونو شو بلې هم په كې راځي .

دوه اوونۍ وړاندې همدې جنرال څلور سوه ميله درنه او سپكه وسله د دولت د ناقانونه وسلو د راټولونې كميسيون ته وسپارله .

د همدې وسلو د سپارنې پر وخت ښاغلي دوستم د بي بي سي د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل چې د نورو وسلو شتون هم نه ردوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت