BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:01 گرينويچ 2006 ,08 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
لوړ پوړي افغان قومندان شخصي وسلې وسپارلې

وسلې
داسې شک دى چې ډير پخواني قومندانان چې اوس لوړ پوړې څوکۍ لري لا هم شخصي وسلې له ځان سره ساتلې دي .
د افغان پوليسو يو بل ولايتي لوړپوړي چارواكي د ناقانونه وسلو د راټولونې كميسون ته په لسګونو ميله وسله او د شوبلو ضد رهبري شوي راكټونه وسپارل .

له دې وړاندې د لويو لارو د پوليسو مشر جنرال خليل پنځه شوبلې او په سلګونو ميله وسله ددغه ولايت د اندراب په ولسوالۍ كې دولت ته وسپارله .

د بغلان د والي يو وياند وويل چې ددغه ولايت ډير نور پخواني قوماندانان چې اوس په دولتي چارو كې دندې تر سره كوي ناقانونه وسلې لري .

دا لومړى ځل دى چې د پوليسو د يو جيګ پوړي چارواكي په توګه جنرال مصطفى نا قانونه وسله سپارې . په دې وسلو كې له ٥٠څخه زياتې ډول ډول ماشينګڼې او د شوبلې ضد ١٩ رهبري شوي راكټونه شتون لري .

له دې وړاند چې نوموړي په دولت كې دنده نه درلوده د ناقانونه وسلو د سپارنې كميسيون ته يې د درې شوبلو سر بيره په لسګونو ميله نوره درنه اوسپكه وسله هم سپارلې وه .

د پوليسو قوماندان جنرال خليل بي بي سي ته وويل چې په دغه ولايت كې د وسلو د راټولونې بهير په سمه توګه نه دى پلى شوى او لاهم په زرګونو ميله وسله په ناقانونه توګه له خلكو سره شتون لري .
د ډي ډي ار په بهير كې هم دغه قوماندان يو شمير وسلې و سپارلې.له دې وړاندې د پوليسو يوبل سيمه ييز لوړ پوړي چارواكي جنرال خليل په سلګونو ميله سپكه او درنه وسله چې پنځه شوبلې هم په كې وې دولت ته سپارلې وه .

جنرال خليل د شمالي ولايتونو د لويو لارو د پوليسو مشري په غاړه لري او له خپل جهادي مركز اندراب څخه يې يادې شوې وسلې سپارلې وې .

ښاغلى مصطفى هم د بغلان ولايت د اندراب ولسوالۍ له وتلو جهادي قوماندانانو څخه يو دى ، په پارلماني ټاكنو كې يې د ولسي جرګې د كانديد په توګه ونډه لرله او د وسلو د لرلو په تور له كانديدۍ ګوښه كړل شو .

اوس نوموړى د لوګر ولايت د پوليسو د مشر په توګه دنده پر مخ بيايي .

د بغلان د والي يو وياند هارون اريايي د همدې خبر د وركړې تر څنګ بي بي سي ته وويل چې په دغه ولايت كې يو شمير نور ځاى كوماندانان هم شته چې لا هم د ناقانونه وسلو د لرلو شك پرې كيږي .

ده وويل چې د بغلان والي له همدې كوماندانانو څخه چې ده يې نوم وانه خيسته غوښتي دي چې وسلې وسپاري .ښاغلي اريايي ټينګار وكړ ددغه ولايت يو شمير نور پخواني قوماندانان چې په دولتي چارو كې دنده تر سره كوي لا هم ناقانونه وسلې لري او دوى هڅه كوي چې له دغو قوماندانانو څخه وغواړي چې وسلې وسپاري .

له بلې خوا د شمالي ولايتونو د لويو لارو د پوليسو قوماندان جنرال خليل بي بي سي ته وويل چې په دغه ولايت كې د وسلو د راټولونې بهير په سمه توګه نه دى پلى شوى او لاهم په زرګونو ميله وسله په ناقانونه توګه له خلكو سره شتون لري .

ده دغه خبرې له هغې وروسته وكړې چې د لوي لارې پوليسو ١٦ميله ماشينګڼې چې په يوې كرولا ډولي ګاډي كې ځاى په ځاى شوې وې او دده په وينا د كابل ښار ته ليږدول كېدې د بغلان ولايت د دوشي په ولسوالۍ كې ونيولې .ددغو وسلو د قاچاق په تور درې تنه نيول شوي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت