 | | | د تخار درو قومندانانو په سلگونو ميله وسلې د ډي ډي ار ډلې ته وسپارلې . |
د تخارپه ولايت کى درى تنه قوماندانانو څه دپاسه څلورسوه ميله درنه او سپکه وسله د ناقانونه وسلو راټولولو کميسيون ته وسپارله . ددغوقوماندانانو څخه يوهم د تخار ولايت پخوانى والي قاضى کبير دى چې ٣٨٠ ميله وسله يې دغه کميسيون ته سپارلې ده . د نوموړي کميسيون چارواکي وايي چې د ناقانونه وسلود راټولولو په بهير کې په کندز ، تخار او بدخشان ولايتونوکې هم ځينو قوماندانانو د خپلو وسلو په سپارلو کې ليوالتيا ښودلې ده. د ډى ډى آر يا وسلو راټولولو په پروگرام کې هغه وسله والو کسانو ته چې خپلې وسلې به يې سپارلې ځينې امتيازونه به هم ورکول کيده خو د غير فانوني وسلو راټولولو د کميسيون چارواکي وايي چې هغوى هغه وسله والو کسانو ته چې خپلې وسلې سپاري کوم امتياز نه ورکوي. خو هغوى زياته کړه چې ددغو قوماندانانو په سيمو کې به د بيارغاونې چارې په گوته او په رغاولو به يې ژر تر ژره لاس پورې شي .
|