BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:15 گرينويچ 2005 ,13 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په افغانستان کې د وسلو دغونډولو دوهم پړاو پيل شو
disarmament
له ناقانونه مليشو نه وسلې ټوليږي
په افغانستان کې د ناقانونه مليشو څخه د وسلو د ټولولو د پروگرام پلي کيدل پيل شول .
د ولسمشر سلاکار او د وسلو د ټولولو د کميسيون مرستيال محمد معصوم ستانکزى وايې چې ددغه پروگرام په ترڅ کې به د دفاع وزارت هغه شمېر مخکيني قوماندانان چى خپلې وسلې يې پټې کړي ، هغه وسله والې ډلې چې د خپلو وسلو په زور له خلکو باج اخلي او جنايي کړنې کوي او هغه ډلې چې د تره گرو عملياتو د ترسره کولو لپاره افغانستان ته ننوزي ، وسلې ټولې شي .

د چارو کارپوهان وايي دناقانونه مليشو څخه به د وسلو د ټولو پروسه د بې وسلې کولو او ملکي گرځولو ډي ډي آر د پروگرام په پرتله ډېره پېچلې او سخته وي .

ځکه د ډي ډي آر په ترڅ کې د د دفاع وزارت د پخوانيو قطعاتو څخه وسلې ټولې شوي چې پتي يې څرگندې وې ، خو دا پداسي حال کې ده چې ناقانونه ملېشې داسې ډلې دي چې له يوې خوا يې ځاى ځاېگى معلوم ندى او له بلې خوا دغه ډلې نه غواړي چى خپلې وسلې وسپاري .

 د ملگرو ملتونو سازمان وايي په افغانستان کې د ٢٠٠٠ په شاه او خوا کې د مليشو ډلې موجودې دي

خو د بې وسلو کولو د نوي پرواگرام په ترڅ کې چې لس مياشتې به دوام کوي هڅه به وشي چې د دولتي او سېمه اېزو چارواکو ، قو مي او مذهبي مشرانو په همکارۍ ملېشې وهڅول شي چى خپلې وسلې وسپاري

په پام کې دى چې دغه پروسه به په درې پړاونو کې تر سره شي او د پروگرام له بشپړيدو وروسته به د وسلو لرل ناقانونه عمل وي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت