|
پخوانۍ ملېشې به د بيا رغاونې په چارو کې کار کوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
،
د لومړي ځل لپاره د پخوانيو مليشو له ٥٠څخه زياتو افسرانو ته چې د ډي ډي ار د بهير يا د بې وسلې کولو او ملكي كولو په لړ كې يې اته مياشتې وړاندې وسلې سپارلي وې د كليو د پراختيا وزارت ژمن شو چې د بيا رغاونې په نوو پروژو كې به يې ګماري چې په راتلونكې كې به يې پلې كوي ، دغه ډله چې د همدې وزارت په اډانه كې اته مياشتې روزل شوې ، ددې وړتيا به ولري چې د بيا رغاونې د پروژو څخه څارنه او كاركونكو ته لارښونه وكړي . دغه ډاډ دغو ملكي شوو پخوانيو ملېشو ته د كليو د پراختيا مرستيال وزير كمال الدين نظامي وركړ . ښاغلي نظامي دا هم وويل چې ددوى نومونه يې د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو نادولتي موسسو ته چې په دې هيواد كې د بيا رغاونې پر كارونو بوختې دي وركړي دي چې په دې توګه د غه كسان ډير ژر په كار وګمارل شي . ښاغلي نظامي زياته كړه چې هيواد يې ثبات ته اړتيا لري او دا هله راتلى شي چې ټول په ګډه د افغانستان د بيا رغاونې په برخه كې كار وكړي . مير اغا چې د مجاهدينو يو پخوانى قوماندان دى او په همدې ډله كې روزل شوى د خپلو نورو ملګرو په استازيتوب يې له دولت څخه وغوښتل چې ژر تر ژره د كار شرايط ورته برابر كړي چې وكولى شي د خپلې كورنۍ اقتصادي اړتياوې پوره كړي. شاني ويكارډي چې د بيا رغاونې يو كار پوه دى او ددغو خلكو روزنه ورپه غاړه وه دوى ته ډاډ وركړ چې بيا بيا به يې ويني او د كار شرايط به ورته برابروي . |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||