BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:12 گرينويچ 2006 ,11 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
وردگ : افغان ملي پوځ به ٢٠٠ زره کسيز وي
وردگ
د افغانستان د دفاع وزير ستر جنرال رحيم وردگ وايي جبري خدمت هم ښايي بيا پيل شي
د شمالي اتلانتيک د تړون يا ناټو په غونډه کې افغانستان هغه يوازينى برخه وال هيواد دى چې د دغۀ تړون غړيتوب نه لري .

د افغانستان د پلاوي مشري د دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردگ کوله . له بروکسلز څخه په راستنيدو ښاغلي وردگ په کابل کې خبريالانو ته وويل چې افغانستان به ډير ژر د ناټو له غړو هيوادونو سره د همکارۍ او مرستې يو تړون لاسليک کړي .

د افغانستان د دفاع وزير په داسې حال کې د ناټو په غونډه کې گډون کاوۀ چې د هيواد په سويلي سيمو کې د تاوتريخوالي د زياتيدو له امله د شمالي اتلانتيک د تړون غړي هيوادونه د خپلو سرتيرو د ډيريدو نيت لري .

ښاغلي وردگ په نويو وسلو باندې د ملي پوځ د سمبالولو په باب هم خبرې وکړې . په افغانستان کې پر دولت يوه نيوکه دا ده چې ملي پوځ يې پر زړو وسلو سمبال کړى دى .

خو ښاغلي وردگ وويل د ناټو په غونډه کې دا پريکړه وشوه چې په دوو يا درو مياشتو کې به افغان پوځ په نويو وسلو سمبال شي .

د افغانستان د دفاع وزير هيله ووښوله چې د دۀ په هيواد کې د ناټو د سرتيرو د مودې تر پايه به افغان سرتيري په يوازې سر هم د کلکې دفاع جوگه وي .

په افغانستان کې د ناټو د سرتيرو د پاتې کيدونې په باب د لندن تړون پنځه کاله موده اېښې وه . د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا افغانستان به د ٧٠زره کسيز پوځ په لرلو له ځانه دفاع وکولاى شي که نه د دفاع وزير وويل دغه شميره پخوانۍ ده ، د دۀ په وينا اوسنيو شرايطو ته په پام سره بايد افغان پوځ ٢٠٠زره کسيز وي .

ستر جنرال رحيم وردگ د جبري خدمت لپاره د ځوانانو د جلبولو امکانم رد نه کړ خو په دې برخه کې يې له نورو جزيياتو ډډه وکړه .

په تيرو څو کلونو کې افغان دولت د پوځ لپاره د جبري خدمت پخوانى سيستم رد کړى و .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت