|
عظيمي:د طالبانو د گډولو خبر تر وخت وړاندې ده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ددفاع وزارت دملگرو ملتونو د ځانگړي استازې هغه خبره له وخته وړاندې وبلله چې ويلي يې دې د بن په غونډه کې د طالبانو نه گډون يوه تېر وتنه وه . ددفاع وزارت همدارنگه وايي د سويل د پوځي عملياتو تاکتيک ته بايد له سره کتنه وشي . او وړانديز کوي چې يوه سيمه دې پوره پاکه بيا رغاونه دې پيل او بيا دې په بله سيمه کې عمليات پيل شي . ددفاع وزارت اوس مني چې دغرني فشار عمليات هغومره بريالي نه وو چې دوى يې فکر کاوه . ددفا ع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي بي بي سي ته په يوې ځانگړې مرکې کې د ملگرو ملتونود ځانگړي استازي هغه څرگندونې له وخته وړاندې وبللې چې ويي ويل څلورنيم کاله وړاندې يې د بن په غونډه کې طالبانو ته د ونډې نه ورکولو يوه تير وتنه وه. جنرال عظيمي وويل د اوس لپاره ددې وخت نه دى چې د طالبانو په اړه دې ورته څرگندونې وشي . دافغانستان ددفاع وزارت وېاند مني چې وروستيو عملياتو يې ددوى د هيلې خلاف کمه بريا درلوده . تېره ورځ د اېتلافي ځواکونه وياند هم داخبره ومنله چې په جنوب کې يې طالبانو ته ماتې نه ده ورکړي . دافغانستان ددفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي چې په دوروستيو عملياتو دارزونې لپاره دافغانستان سويلي ولايتونو ته تللى وو وايي سره له دې چې ددوى په وينا دښمن ته يې دروند تاوان اړولى خو د غرني فشار عمليات يې ډير بريالي نه وو. او ددغه ډول پوځي عملياتو تاکتيک ته يې دبيا کتنې وړانديز وکړ. (( زه فکر کوم چې د تاکتيکي نظره بايد دغې مسلې ته له سره کتنه وشي دعمليتو دغه شکل چې موږ يوې سيمې ته ورشو گذار ورکړواو بېا بېرته راشو دا بڼه يې ډېره اغيزمنه نه ده .زموږ په نظربايد دې بڼې ته بدلون ورکول شي . يعنې يوه سيمه دې ټوله پاکه شي هلته دې دولتي ادارې قوي ، . د ديني عالمانو ، سيمه اېزو خلکو او واسواليو شوراگانې دې جوړې ،د بيا رغاونې چارې دې پيل او قوي کسان دې د سيمې په اداره وگمارل شي )) ښاغلي عظيمي دا هم په ډاگه کړه چې د مخدره توکو د کر او قاچاق پر سر سيالي هم د سويل په نا امنيو کې ونډه لري چې دده په وينا قومي بڼه يې غوره کړي ده . خو په دې هم سترگې نه پټوي چې د وسله والو طالبانو فعاليتونه په سويل کې قوي شوي . او د نړيوالو ځواکونو په گډون يې افغان دولت ته سرخوږى پيداکړى دى . داوخت په زرگونو افغان او نړيوال ځواکونه دافغانستان په بيلابيلو سويلي ولايتونو کې د اورپکو پر ضد په جگړه بوخت دي . خو ددولت له دې څرگندونو سره سره چې طالبانو ته ېې د سر او مال دروند زيان اړولى له همغو سيمو نه په بيا بيا د طالب اورپکوسره د نښتو خبرونه ورکول کيږي او داسې ښکاري چې اوس يې دولت اړکړى چې دخپلو عملياتو بڼې ته بدلون ورکړي . | ورسره تړلي نور خبرونه م.م.: د طالبانو نه راگډول تېروتنه وه07 اگست, 2006 | خبرونه "طالبان ځپل شوي، خو له منځه نه دي تللي"07 اگست, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||