عبدالمالک عاصم کابل |  |
 | | | د ناټو تر مشرۍ لاندې په زرگونو بهرني ځواکونه د طالبانو د بريدونو له سختو ننگونوسره مخا مخ دي |
دافغانستان په سويل کې دنړېوالو سوله ساتو ځواکونو د ډېرېدو سره سم د طالب اورپکو فعاليتونه هم زيات شوي . په کابل کې د ايتلافي پوځونو وياند ټام کالينس وويل د افغان دولت مخالفو جنگيا ليو ته يې په وروستيو ٢ مياشتو کې درانه تلفات اړولي دي: (( په دې کې شک نشته چې موږ دښمن ته دروند تاوان اړولى، خولاهم ددوى وړتيا پاتې ده. په ځانگړې توگه په سويل کې دوى په بشپړه توگه ماتې نه ده خوړلې. دسويل نه زما ارزونه داده چې په تېرو ٢ مياشتو کې ايتلافي ځواکونو د طالبانوډېرې وسلې تباه کړي، گڼ کسان يې ور وژلي او ددوى پنډ غالي يې له مينځه وړي دي)).  |  په دې کې شک نشته چې موږ دښمن ته دروند تاوان اړولى، خولاهم ددوى وړتيا پاتې ده  ايتلافي پوځونو وياند ټام کالينس |
ټام کالېنس ووېل دا وخت طالبان په يوشمېر سيمو کې د راټولېدو او تنظيم په حال کې دي او زياته يې کړه چې په غزني کې طالب اورپکو خلکو ته ويلي چې بايد دجگړې لپاره هر کور يو کس ورکړي. دا د طالبانو هغه هڅه ده چې تر ٢٠٠١ کال وړاندې يې هم په زرگونو جنوب ميشتي ځوانان په زور د جگړو ليکوته بيولي وو. امريکايي پوځي وياند په ډاگه کړه چې ددوى ځواکونه تل د ير غل په حال کې دي او دده په وينا دښمن ته به ماتي ورکوي. ټام کالينس ووېل کېداى شي په ځينو سيموکې داسې کسان وي چې دورځې په دولت کې کار وکړي خو د شپې له طالبانو سره مله وي. ده ومنله چې طالبان ترپخو ا ډېر قوي شوي خولامل يې دا وښود چې په تېرو ٤ کلونو کې مات شوي او تيت شوي اورپکي ايله بېرته سره راغونډ شوي دي. ده و وېل چې دغه اورپکي به بېا بريالي نشي . داوخت دناټو تر مشرۍ لاندې په زرگونو بهرني ځواکونه د طالبانو د بريدونو له سختو ننگونوسره مخا مخ دي. دافغانستان له جنوب نه د بريدونو او چاودنوپه ترڅ کې د بهرنيو ځواکونو په گډون د پرله پسې مرگ ژوبلې خبرونه ورکول کېږي. |