|
م.م.: د طالبانو نه راگډول تېروتنه وه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تام کونيکس وويل دا داسې تيروتنه وه چې د دوستانو په ليکه کې د دريدو وړ طالبان يې په دښمنانو واړول. د ښاغلي کونيکس دا څرگندونې تر ډيره له ده نه د وړاندې ځانگړي استازي الاخضر براهيمي له هغو څرگندونو سره ورته وې چې څه موده وړاندې په رسنيو کې راووتې . ښاغلي کونيکس وويل اوس هم ډير ناوخته ندى او پکار يې دا وبلله چې د ملي پخلاينې د بهير غښتلتيا او له همدغه لارې له روان بهير سره د طالبانو يو ځاى کولو ته ډير پام واړول شي. ښاغلى کونيکس وايي: ((دا په يقيني توگه ناممکنه خبره ده چې گواکې ملا عمر او يا د طالبانو نور ترهگر اړخونه دې بيرته راوستل شي. خو دا هم په يقيني توگه يوه اړتيا ده چې د سولې د غښتلتيا او پخلاينې د بهير پراخيدو ته پوره پوره پام واړول شي)). ځانگړي استازي تام کونيکس د ځينو شنونکو دا انگيرنې هم ناسمې وبللې چې وايي کيدى شي د منځني ختيځ روانه کشاله له افغانستان نه د ملگرو ملتونو او نړيوالې ټولنې پام بل لور ته واړوي . ده وويل ملگري ملتونه به کله هم افغانستان ته شا نکړي او دا چې دلته به د حالاتو د سمون لپاره ټول هغه څه کوي چې په وس کې يې دي. ښاغلي کونيکس په ټوله کې د افغانستان وروستۍ ناکرارۍ او په ځانگړې توگه په سويل کې د تاو تريخوالي پراخيدونکې کچه د انديښنې وړ وبلله . ده دا انگيرنې هم ناسمې وبللې چې وايي طالبان گواکې تر ډيره ځپل شوي او د مقابلې وړتيا يې په کميدو ده. د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د سازمان د سرمنشي ځانگړي استازي، د هيواد په سويل کې د تاو تريخوالي ډيريده د اپينو له کاروبار سره هم تړلي وبلل. بيلگه يې د هلمند راوړه، چې د ده په وينا هم جگړې ډيرې دي او هم د اپينو کروندې. له دې ټولو سره سره د ښاغلي کونيکس ټينگار په دې وو چې نړيواله ټولنه به د دغو ستونزو په اوارولو کې تر هغې له افغانستان سره مرسته او ملاتړ کوي چې دده په وينا اړتيا يې احساسيږي. دا ډول ښاغلي کونيکس دا ټينگار هم کاوه چې يوازې پوځي مقابله د ستونزو د حل لاره نه ده. وړانديز يې دا وو چې نړيواله ټولنه بايد په ناکراره سيمو کې د بيا رغاونې له بهير سره د مالي مرستو په اندازه کې د پام وړ زياتوالى راولي. | ورسره تړلي نور خبرونه "طالبان ځپل شوي، خو له منځه نه دي تللي"07 اگست, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||