BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:15 گرينويچ 2005 ,16 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
جنرال وردگ : القاعدې نوي وسايل او پيسې موندلي
وردگ
ستر جنرال رحيم وردگ ( ښي لاسته ) وايي القاعدې خپل بريدونه گړندي کړي دي .
د افغانستان د دفاع وزير جنرال رحيم وردگ ويلي دي چې په دغه هيواد کې د القاعدې اورپکو خپل فعاليتونه چټک کړي دي او داسې نوي وسايل يې موندلي چې په بمي بريدونو کې يې کاروي .

دۀ دا هم وويل چې اورپکو نوې پيسې هم ترلاسه کړي دي .

ښاغلي وردگ وويل ځينې عرب او نور بهرني اورپکې افغانستان ته ورغلي چې ځانمرگي بمي بريدونه وکړي .

د دفاع د وزارت له وياند جنرال ظاهر اعظمي له بي بي سي سره په مرکه کې له دې ناخبري وښووده چې القاعدې او نورو اورپکو ته به دغه نوي وسايل او پيسې چا ورکړې وي .

په کابل کې ځينې سرچينې په دې باور دي چې ځينو گاونډيو هيوادونو کې ښايي ځينې کړۍ په دې چاره کې لاس ولري .

د افغانستان د دفاع وزير دا خبرې په داسې وخت کې شوي چې په کابل او کندهار کې ځانمرگو بمي بريدونو په تيرو څو ورځو کې يو شمير کسان ووژل .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت