BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:03 گرينويچ 2007 ,14 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
وردگ : له ايرانه وسله راځي خو نه پوهيږم د چا له خوا
جنرال وردک
ستر جنرال رحيم وردگ په برسلز کې د ناټو د دفاع د وزيرانو په غونډه کې د برخې اخيستو پر وخت خبرې کولې
د افغانستان د دفاع وزير ستر جنرال رحيم وردگ له بي بي سي سره په خبرو کې منلې چې له ايرانه په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته وسلې ورځي .

ښاغلي وردگ چې په برسلز کې يې د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه کې برخه اخيسته وويل چې دى لا تر اوسه په دې نه پوهيږي چې دغه وسلې د چا له خوا طالبانو ته استول کيږي .

ښاغلي وردگ بي بي سي ته وويل دا چې دغه وسلې د القاعدې له خوا ، د مخدره توکو د قاچاق وړونکو له خوا که د ايراني حکومت له خوا طالبانو ته استول کيږي هغه خبره ده چې معلومول يې وخت غواړي .

افغان وزير زياته کړه چې په افغانستان کې دوى له مخالفينو څخه داسې وسلې نيولي دي چې له ايرانه ورغلي دي .

ستر جنرال وردگ يو وار بيا د کابل دريځ تکرار کړ چې سوکاله افغانستان د ايران په گټه دى .

د امريکا د متحدو ايالاتو يوۀ لوړپوړي چارواکي په ډانگ پېيلې توگه د چارشنبې په ورځ ويلي و چې ايرانى حکومت په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته وسلې ليږي .

د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير، نيوکولاس برنز، د سي اين اين تلوېزيوني شبکې ته ويلي چې د ايراني حکومت له لورې وسله والو طالبانو ته د وسلو لېږلو په اړه کره شواهد لري.

دۀ ويلي و چې د ايران د انقلاب د ساتونکو قومانده افغانستان ته د وسلو لېږلو تر شا ولاړه ده، 'چې د ايران د حکومت يوه مهمه برخه ده'.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت