|
امريکا وايي تهران طالبانو ته وسلې لېږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکا د متحدو ايالاتو يوۀ لوړپوړي چارواکي په ډانگ پېيلې توگه ايرانى حکومت په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته د وسلو په لېږلو تورن کړى. د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير، نيوکولاس بړنز، د سي اين اين تلوېزيوني شبکې ته ويلي چې د ايراني حکومت له لورې وسله والو طالبانو ته د وسلو لېږلو په اړه کره شواهد لري. دا لومړى ځل دى چې تهران د افغانستان د حکومت وسله والو مخالفينو ته په وسلو لېږلو تورنېږي. ښاغلي بړنز ويلي چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له ايرانه طالبانو ته د يو شمېر تلونکو وسلو څرک لگولى. دۀ ويلي چې د ايران د انقلاب د ساتونکو قومانده افغانستان ته د وسلو لېږلو تر شا ولاړه ده، 'چې د ايران د حکومت يوه مهمه برخه ده'.
د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير وايي ناټو ځواکونه بايد طالبانو ته د تلونکو وسلو د مخنيوي لپاره گام واخلي. ښاغلي بړنز دا هم ويلي چې ايران او افغانستان اوږده گډه پوله لري، خو وايي ''ايرانيان بايد پوه شي چې موږ هلته يو او د وسلو د لېږلو د بهير چاره به وکړو.'' دغۀ جگپوړي امريکايي چارواکي ويلي چې طالبانو ته د وسلو لېږل 'خورا جدي' مساله ده او ايران يې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د تړونونو پر ماتولو تورن کړى. مخکې هم امريکايي او برتانوي چارواکو ايران ته گوته نيولې وه چې گواکې له هغه هېواده وسله والو طالبانو وسلې رسېږي، خو په دې اړه يې ناخبري ښوده چې څوک دا کار کوي.
تېره اونۍ د امريکا د دفاع وزير رابرټ گېټس هم دا اندېښنه ښوولې وه چې د افغان حکومت مخالفينو ته له ايرانه وسلې راځي. خو ښاغلي گېټس هغه مهال ويل چې دوى هېڅ شواهد نه لري چې ايرانى حکومت دې په دې چاره کې ښکېل وي. همدارنگه له ښاغلي گېټس سره يوځاى په خبري غونډه کې ولسمشر حامد کرزي هم داسې اشاره ورکړې وه چې د افغانستان او گاونډيانو تر منځ يې داسې څه بايد پيدا نه شي چې د سيمې ټيکاو ته زيان ورسوي. د ايران د وسلو پوښتنې ته په ځواب کې ولسمشر ويلي و چې دواړه هېوادونه له پخوا راهيسې ښې اړيکې لري او دا چې دى توقع نه کوي دغه گاونډ هېواد دې په داسې کار لاس پورې کړي چې دوه اړخيزې اړيکې ترينگلې کړي. ايراني چارواکو له سره دا تورونه رد کړي چې له هغۀ هېواده دې چا طالبانو ته وسلې وړې وي. | ورسره تړلي نور خبرونه گېټس: طالبان به ماتېږي، خو بشپړ برى وخت اخلي04 جون, 2007 | خبرونه برتانيا: ايران په افغانستان کې د اورپکو ملاتړ کوي18 مۍ, 2007 | خبرونه ايران : په سيمه کې بهرنيان ستونزې پيدا کوي11 مارچ, 2007 | خبرونه د ايراني او افغان سرحدي پوليسو ترمنځ نښته شوې09 مارچ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||