BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:21 گرينويچ 2007 ,04 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
گېټس: طالبان به ماتېږي، خو بشپړ برى وخت اخلي

د متحدو ايالاتو د دفاع وزير رابرټ گېټس په افغانستان کې
د دفاع وزارت پر دنده دا د ښاغلي گېټس دويم سفر دى چې افغانستان ته يې کوي.
دامريکا د دفاع وزير رابرټ گېټس وايي دوى په افغانستان کې وروخو پايېدونکى پرمختگ کوي او دا چې روانه جگړه به له طالبانو څخه گټي.

کابل ته د ښاغلي گېټس د دويم سفر په مهال له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د گډ خبري کنفرانس ډيره برخه د افغانستان د امنيتي حالاتو پر ارزونه راټوله وه .

ښاغلي گېټس دا ومنله چې د طالبانو په وړاندې روانه جگړه ورو پر مخ ځي، خو له دې سره- سره يې رامنځته شوى پرمختگ د پايښت وړ وباله. دا ډول يې د ځينو هغو انگيرونو خلاف چې افغان حکومت او نړيواله ټولنه د طالبانو په مقابله کې پاتې راغلې بولي، په ډيره خوشبينۍ ټينگار دا و چې دوى او ملاتړي به يې گواکې جگړه گټي او طالبانو ته به ماتې ورکوي.

د متحدو ايالاتو د دفاع وزير وويل: ''زه په ټينگه په دې باور يم چې جگړه به گټو. زه دا هم گڼم چې په دې برخه کې په حقيقي مانا پرمختگ شوى .

زما په فکر په دې ليکه کې د ٤٢ هيوادونو درېدل له افغان حکومت څخه د نړيوالې ټولنې د ملاتړ او د طالبانو د بېرته راستنېدو د مخنيوي په برخه کې د يوې غوڅې ژمنې څرگنده بېلگه ده. البته بشپړ برى به وخت اخلي خو زه دا ويل هم غواړم چې امريکا به کله هم له خپلو ژمنو په شا نه شي او د دغه ماموريت د سرته رسيدو تر مهاله به په دې هيواد کې پاتې وي.''

ولسمشر کرزي هم دغه جگړه ان په ٢٠٠١ م کال کې گټلې وبلله خو د طالبانو د وسله وال مقاومت ختمېدل يې د تل په څېر د سيمه ييزې همکارۍ د کچې په پراختيا او د طالبانو د روزنې او سمبالتيا د مرکزونو په تړل کيدو پورې غوټه کړ.

په دې گډ خبري کنفرانس کې له طالبانو نه د ايران د احتمالي ملاتړ په اړه هم پوښتنې وشوې. د امريکا د دفاع وزير دا ډول يوې پوښتنې ته په ځواب کې وويل دوى څرگند شواهد لري چې طالبانو ته له څه مودې راهيسې ايراني وسلې وررسيږي، خو زياته يې کړه چې دوى کوم دليل نه لري چې د ايران د حکومت دې په دې کار کې لاس وي .

گېټس په کابل کې
 ''زه په ټينگه په دې باور يم چې جگړه به گټو. زه دا هم گڼم چې په دې برخه کې په حقيقي مانا پرمختگ شوى... البته بشپړ برى به وخت اخلي خو زه دا ويل هم غواړم چې امريکا به کله هم له خپلو ژمنو په شا نه شي او د دغه ماموريت د سرته رسيدو تر مهاله به په دې هيواد (افغانستان) کې پاتې وي.
د امريکا دفاع وزير، رابرټ گېټس
هغه وويل: ''زه او ولسمشر کرزي نن گهيځ په دې اړه سره وغږېدو. له څو مياشتو راپه دې خوا داسې شواهد موجود دي چې دلته له ايرانه وسلې راځي.

خو له موږ سره داسې معلومات نشته چې ايا د دې تر شا د ايران د حکومت لاس دى او که دا چې دغه وسلې د قاچاقو په ډول راځي . څه چې معلوم دي هغه دا دې چي دغه وسلې طالبانو او د نشه يي قاچاق وړونکو دواړو ته رسېږي. موږ هم دغه چاره له نژدې څارو.''

په دې اړه د ولسمشر کرزى ځواب هم تر ډېره دپلوماتيکه بڼه درلوده. دۀ وويل چې ايران هم ښايي په خپل گاونډ کې د داسې نظام په شتون خوشاله نه وي، چې يو ځل يې ديپلوماتان ور وژلي ول.
دۀ زياته کړه چې له گاونډيو هېوادونو سره د طالبانو د ملاتړ هېڅ دليل نشته.

ښاغلى گېټس په وروستيو جگړو کې ولسي خلکو ته د وراوښتې مرگ ژوبلې پړه هم ټوله پر وسله والو طالبانو واچوله چې گواکې هغوى له ولسي خلکو د سپر په توگه کار اخلي.

خو وسله وال طالبان بيا دا نه مني او ان په وروستيو کې يې د ولسي وگړو د وژنو لپاره د خپلواکې پلټنې غوښتنه هم کړې وه.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت