|
د ايراني او افغان سرحدي پوليسو ترمنځ نښته شوې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د نيمروز ولايت سرحدي پوليس وايي نن سهار ( جمعه د کب ١٨ د مارچ ٩ ) د ايران پولې ته نژدې د افغانستان د کرکي په نامۀ سرحدي سيمه کې له ايراني ځواکونو سره په نښته بوخت ول . د سرحدي پوليسو په وينا د سهار په ٨ بجې او ٣٠ دقيقې د ايران د سرحدي پوليسو يو گاډى د افغانستان خاورې ته واوښت چې د دوى له خوا ورته د دريدلو غږ وشو . د افغان پوليسو په وينا ايراني گاډى د غوښتنې په سر هم ونه دريد ، د افغانستان په خاوره کې يې خپل خوځښت ته دوام ورکړ او پر افغان ځواکونو يې ډزې وکړې . د نيمروز ولايت سرحدي پوليسو بي بي سي ته وويل چې دوى لومړى هوايي ډزې وکړې خو په ځواب کې پرې د سپکو وسلو ډزې ډيرې شوې . د افغاني پوليسو په وينا د دواړو غاړو ترمنځ نښته وشوه چې په ترڅ کې يې يو افغان او لږ تر لږه يو ايرانى سرتيرى ووژل شول .ايراني غاړې لا تر اوسه په دې باب څه نه دي ويلي . د کرکي سرحدي سيمه تيره مياشت هغه وخت په خبرونو کې ياده شوه چې وسله والو طالبانو ترې د افغان سرحدي ځواکونو يو سرتيرى وواژۀ او پنځه تنه نور يې ترې وتښتول . دا د مخدره توکو د قاچاق مهمه سيمه بلل کيږي . د کرکي سيمه د نيمروز له مرکز زرنج څخه په لږ واټن کې لويديځ پلو پرته ده . له دغې لارې د نورو توکو قاچاق هم دواړو هيوادونو ته کيږي . نيمروز د افغانستان په لويديځ کې د ايران او پاکستان سره پوله لري چې د مخدره توکو د قاچاق مرکز بلل کيږي . دغه ولايت له هلمند او فراه سره په پوله پروت دى چې هلته بيا د کوکنارو کرکيله ډيره ده . | ورسره تړلي نور خبرونه دافغانستان او ايران اړيکي03 جنوري, 2007 | خبرونه سپنتا : د ايران له اتومي فعاليته نه يو اندېښمن28 دسمبر, 2006 | خبرونه افغانستان بايدگاونډيو سره ښې اړيکي ولري 27 اپريل, 2006 | خبرونه ايران : د زاهدان بريد کوونکي افغانستان ته اوښتي17 مارچ, 2006 | خبرونه ايران او افغانستان د کونسلي چارو تړون لاسليک کړ26 دسمبر, 2005 | خبرونه هرات د ايران له خراسان سره اقتصادي تړون لاسليک کړ07 دسمبر, 2005 | خبرونه افغانستان او ايران د همکارۍ تړون لاسليک کړ24 نومبر, 2005 | خبرونه افغانستان له ايران سره ښې اړيکي غواړي03 فبروري, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||