BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:50 گرينويچ 2006 ,27 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان بايدگاونډيو سره ښې اړيکي ولري
افغانستان
(( افغانستان چې سمندر ته لاره نلري د خپلې اقتصادي بيا رغونې لپاره دې ته اړتيا لري چې گانډيو هيوادو په تيره بيا پاکستان او ايران سره د ښه گانډيتوب پياوړې اړيکې ولري ))
افغانستان لپاره د ملگرو ملتو ځانگړي استازي ټينگار وکړ چې گاونډيوسره د افغانستان ښې اړيکې ددې هيواد اقتصاد او امنيت ته گټه رسوي

هغه وويل افغانستان چې سمندر ته لاره نلري د خپلې اقتصادي بيا رغونې لپاره دې ته اړتيا لري چې گانډيو هيوادو په تيره بيا پاکستان او ايران سره د ښه گانډيتوب پياوړې اړيکې ولري

ښاغلي کونيگز پاکستان ته دسفر نه وروسته په کابل کې خبريالانو ته وويل چې پاکستان د سيمې د ثبات په هکله ژمن دى

هغه وويل پاکستان پدې پوهيږي چې بايد د پاکستان او افغانستان د طالباني کولو مخه ونيسي . هغه وويل افغانستان او پاکستان بايد دا زده کړي چې خپل منځي لانجې په تيره بيا د سرحدي امنيت په هکله ستونزې په خصوصي توگه پرته له دې نه چې په څرگنده ېې بهر ته راوباسي حل کړي

ټامز کونيگز پاکستان ته خپل سفر بريالى وباله او وې ويل چې غواړي د ايراني چارواکو سره هم خبرې وکړي او ډيرژربه ايران ته هم سفر وکړي

هغه وويل غواړي د ايران او افغانستان ترمنځ اړيکي په تيره بيا د امنيت او اقتصادي همکارى او د افغان مهاجرينو د بيرته ستنيدو په برخه کې لا پياوړې کړي

ښاغلي کونيگز وويل د ايران د اتومي پروگرام پر سر زياتيدونکى نړيوال تاوتريخوالى بايد د کابل او تهران ترمنځ اړيکي خرابې نکړي

افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د سرمنشي ځانگړي استازي وويل تهران ته د سفر په وخت کې به د افغان ولسمشر حامد کرزي د ملگرتيا او همکارى يو پيغام هم له ځانه سره يوسي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت