BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:00 گرينويچ 2006 ,17 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايران : د زاهدان بريد کوونکي افغانستان ته اوښتي
د ايران سيستان او بلوچستان ايالت
دغه سيمه د افغانستان او پاکستان پولې ته نژدې پرته ده .
ايراني چارواکي وايي د سيستان او بلوچستان په ايالت کې د يوۀ بريد له امله ٢١ کسان وژل شوي او ٧ تنه نور ټپيان شوي دي .

دغه بريد تيره شپه ( د کب ٢٥ -٢٦ د مارچ ١٦-١٧ ) د زاهدان ښارگوټي ته نژدې پر يوۀ سړک وشو .

دغه سيمه د افغانستان او پاکستان پولې ته نژدې پرته ده .

يوۀ ځايي مامور وويل بريد کوونکي د افغانستان خاورې ته اوښتي دي .

دغۀ چارواکي پر لويديځو ځواکونو تور ولگاوۀ چې د ايران په سرحدي سيمو کې بې ثباتي پيدا کوي او له توکميز او مذهبي توپيرونو څخه ناوړه گټه اخلي .

د ايران په گاونډ افغانستان کې د شمالي اتلانتيک د تړون يا ناټو په مشرۍ کې د نړيوال مرستندويه سوله ساتو ځواکونو او د متحدو ايالاتو په مشرۍ کې د نړيوال ايتلاف په زرگونو سرتيري ځاى پر ځاى دي .

خبريالان وايي د ايران دغه سرحدي سيمې د مخدره توکو او تښتونو لپاره بد نوم لري .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت