|
د راتلونکي په اړه د ايرانيانو انديښنې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ايران د اسلامي انقلاب راهيسې ايران د خپل اتومي پروگرام له امله تر نړيوال فشار لاندې دى د اتومي انر ژۍ نړيوالې ادارې فيصله کړې چې د ايران قضيه د ملگرو ملتونو امنيتي شورا ته وړاندې کړي چې کيدايشي پر ايران باندې بنديزونه ولگوي اوس ويره داده چې کيداي شي ايران د اقتصادي بنديزونو اوپه راتلونکي کې حتىد پوځي بريد سره مخامخ شي تهران کې د بي بي سي خبرياله فرانسيس هريسن وايي ايرانيان د راتلونکي په اړه انديښمن دي د ايران تلويزون په بحر، وچې او هوا کې د پوځي مانورو راپورونه ښيي د فارس په خليج کې د يو زبر ځواک له خوا دگواښ له امله په لويه اندازه پوځونه حرکت کې دي. په دې ورځو کې دا ډول مانورو د يو ورځني کار بڼه غوره کړې ده،هيڅکله هم په نوم غليم نه ياديږي خو څرگنده ده چې دا دښمن امريکا او متحدين ېې دي. خو جگړ ه يواځې د پوځيانو لپاره نه ده، دلته د پوهنتون زده کوونکي چې دوى يې د شهادت ماموريت او لويديځ ېې ځان مرگي بريدونه بولي گومارل کيږي. پخوا به دا شيان د فلسطينيانو او په نړيواله کچه د مسلمانانو د ملاتړ لپاره ښودل کيدل خو اوس گواښ کور ته نزدې راغلى دى. د نړيواله اسلامي غورځنگونو د شهيدانو ديادولو د ټولنې وياند علي صمدي وايي دا کار ايران سره د يووالي د ښودلو لپاره دي. ښاغلى صمدي په دې باور دى چې پر ايران د پوځي بريد امکان ډير زيات دى د فلسطينيانو په څير، دلته هم زده کوونکي دا اندېښنه لري چې يوه ورځ به ايران هم د يو ستر پوځ سره په جگړې کې وي او دې ته به اړ کيږي چې ورته تاکتيکونو ته لاس واچوي. ((ما له دې امله خپل نوم وليکلو چې مونږ په ايران کې اوسيږو او نن سبا هر څه مونږ ته متوجه دي. مونږ د بل هر هېواد څخه زيات گواښ سره مخامخ يو، مونږ پوهيږو چې په پوځي لحاظ يوبرابر مقابله نه شو کولى ، خداى مه کړه که جنگ کيږي که چيرې لويديځ شهاد ت ته زمونږ چمتووالى گوري بيابه له هر گام وړاندې په هغې دوه ځله فکر کوي.)) پرښځو او نارينه و باندې د دې وژونکي ماموريت لپاره فورمې ويشل کيږي، دا نه ده څرگنده چې دا کارله ملت پالنې يا مذهب پالنې څخه سرچينه اخلي خو هر څوک جگړې ته چمتووالى نه لري. په اتيايمې لسيزې کې د جگړې پرمهال سلگونه زره کسان عراق سره په جگړې کې مړه شوي دي، معصومه کوهستاني خپلو دريوو بچو لپاره ډوډۍ تياروي، نوموړې چې د عراق ايران جنگ پر مهال خپله يوه وړه انجلۍ وه هغه جگړه ېې په ياد ده چې مړي به وو ژړاگانې به وې د خوړو کمى او داسې نورې ستونزې وې خو د هغې کړاو هغه وخت پيل شو چې يو پخواني پوځي سره ېې واده وکړو چې کيمياوي موادو سره مخ شوى وو ((زما خاوند د ساه بندۍ ستونزه لري، د بدن دفاعي وضعه او ځيگر ېې خراب دى ، هغه له کوره نه شي وتلى، دې حالت زما مشر زوى باندې هم اغيز کړى دى او او ډاکتران وايي چې هغوي هم هيڅ نه شي کولى.)) ميرمن کوهستاني په سترگو کې اوښکې راماتې شوې، د ډيرو ايرانيانوپه څيرې کېدى شي نوموړې په دې باور وي چې اتومي تکنالوژي د ايران حق دى خو ديوې مور په توگه هغه ډېره ليواله ده چې د بلې جگړې مخه ونيول شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||