BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:07 گرينويچ 2007 ,24 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دوزيرستان ځانمرگي بريد٥ پوځيان وژلي دي

وزيرستان
په شمالي وزيرستان کې د امن د هوکړې له ماتې وروسته حالات د يوې رڼې جگړې په لور درومياو په سوېلي وزيرستان کې هم حالات ډيره خرابه دي .
پاکستان د قبايلود شمالي وزيرستان د ميرعلي په سيمه کې د يو ځانمرگي بريد په ترڅ کې پنځه تنه ووژل شول او ٢٠ نور ټپيان شول .

بريد هغه مهال وشو چې د پوځ يو کاروان له سيمې څخه تيريده .

د چارواکو په وينا د جمعې په ورځ نژدې لس بجې يو ځانمرگي بريد کونکي خپل گاډى د پوليسو له يوې پوستې سره وواهه .

ددې بريد په ترڅ کې د پوستې امنيتي کسان ووژل شول او ٢٠ نور ټپيان شول .

په يوه بله پيښه کې چې له ميرانشاه څخه پنځه کيلو مټره ليرې د سوېل خواته وشوه يو سرتيرى ووژل شو .

پيښه هغه مهال وشوه چې پوځيانو له يوې چينې څخه اوبه راوړې او د باروتو يوه چاودنه وشوه او دوه نور پوځيان يې ټپيان کړل .

ټپيان دميرانشاه پوځي روغتون ته رسول شوي دي .

د چارواکو په وينا له چاودنې وروسته پوځيانو ځوابي گامونه پورته کړل او په څو مشکوکو ځايونو يې يرغل وکړ چې د ځاني زيان په اړه يې مالومات نشته .

سيمه ييز خلک وايي چې له پيښې وروسته پوځي الوتکې په هواکې گرزيږي خو له دغو الوتکو دډزو په اړه چا څه نه دي ويلي .

په شمالي وزيرستان کې د امن د هوکړې له ماتې وروسته حالات د يوې رڼې جگړې په لور درومي او په سوېلي وزيرستان کې هم حالات ډيره خرابه دي .

له سوېلي وزيرستان څخه پنځلس تښتول شوي امنيتي کسان لا نه دي پريښودل شوي .

د تيرې يکشنبې په ورځ دقومي اسامبلې غړي مولانا معراج الدين بي بي سي ته وويل چې له تښتونکو سره دا پريکړه شوې ده چې دغه يرغمل شوي کسان په پرله پسې ډول خوشې کړي .

د نوموړي په وينا د خلاصون لړۍ بايد د تيرې يکشنبې په ورځ پيل شوې وى خو دا کار لا نه دى شوى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت