|
وزيرستان کې پاکستاني عسکر وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نامعلومه مشکوکو کسانو د شمالي وزيرستان په دوو سيمو کې د امنيتي ځواکونو په مرکزونو د توغنديو بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې درې عسکر مړۀ او يو څو نور ژوبل شوي دي. د پاکستاني پوځ وياند بريد جنرال شوکت سلطان وويل چې د شمالي وزيرستان څخه يې د درو عسکرو د وژل کيدو خبر ترلاسه کړى دى. اولنې بريد تيره شپه ( د وري ١٥-١٦ د اپريل ٤-٥ ) دشمالي وزيرستان پر شوال سيمه کې وشو چې ويل کيږي نامعلومه کسانو د نيمه پوځي ځواک ،فرنټير کور، په يو پوسته راکټې وويشتې چې په نتيجه کې يې ٢ عسکر ووژل شول. دويم بريد د شمالي وزيرستان په دته خېلو سيمه کې وشو چې نامعلومه کسانو د امنيتي ځواکونو په يوه کلا ٩ راکټې وويشتې . دې حمله کې د امنيتي ځواکونو ٢ غړي ژوبل شول. شمالي وزيرستان کې د مارچ له لومړۍ نيټې څخه حالات کړکيچن دي او د امنيتي ځواکونو او اورپکو ترمينځه جگړو کې شاوخوا ١٥٠ قبايليان وژل شوي دي . چارواکي وايې چې جگړو کې د ١٠ څخه زيات امنيتي عسکر هم وژل شوي دي. د يادولو وړ ده چې د ګل يا دوشنبې په ورځ په سيمه کې د ماين د يوې چاودنې په نتيجه کې پنځه کسان مړۀ اود ډزو په يوه بله پېښه کې٢ وسله وال کسان وژل شوي وو. ولسمشر جنرال مشرف تيره مياشت په قبايلى سيمه کې پټو بهرنيو اورپکو ته خبردارې ورکړ چې د سيمې څخه دې ووځي يا دې د مرګ لپاره تيارى ونيسي . شمالي وزيرستان کې ځايې ژورناليستان وايې چې د جگړو د تازه پېښو وروسته د بعضې سيمو څخه خلکو نورو ځايونو ته تلل شروع کړي دي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||