BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:28 گرينويچ 2006 ,20 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
واڼه کې چاودنې راډيو ستيشن زيانمن کړى

واڼه
چارواکو په شمالي او جنوبي وزيرستان کې مقامى يا محلي ريډيو سټيشنونه جوړ کړي دي چې د خپرونو دلارې يې قبائلي خلک
واڼه کې چاودنې محلي راډيو ستيشن زيانمن کړى

د پاکستان د قبائلي جنوبي وزيرستان مرکز واڼه کښې نامعلومه کسانو د يوې محلي دولتي ريډيو سټيشن انټينا ( آنتن ) په يوې بمي چاودنې کښې اولوزولى دى چې په نتيجه کې يې په سيمه کې خپرونې بندې شوې دي.

چارواکو په شمالي او جنوبي وزيرستان کې مقامى يا محلي ريډيو سټيشنونه جوړ کړي دي چې د خپرونو دلارې يې قبائلي خلک
د طالبانو او القاعدې د شکمنو غړو په ضد عملياتو څخه خبروي.

د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې د يکشنبې په شپه ناوخته په ريډيو سټيشن باندې حمله ددو تيرو کلونو په ترڅ کې دويمه حمله ده.
د دې نه وړاندې ٢٠٠٤ م کال کې د خپرونو د پيل کيدونه څو ورځې وروسته نامعلومه کسانو دا ريډيو سټيشن يوې بمى چاودنه کې اولوزلى و.

محلي دولتي چارواکي وايي چې بمي چاودنې د ريډيو سټيشن ودانۍ ته ډير زيان نه دې رسولې خود چاودنې له امله
د سټيشن انټينا د منځه يوړلې شوه چې د پېښې ورسته خپرونې د هوا څپو څخه غائبې شوې .

چارواکي وايي چې خپرونې به بيا درې يا څلور ورځې ورسته شروع شى .

د واڼه ريډيو سيټيشن خپرونې شل کلوميټرۍ کې اوريدل کيدايشي او هره ورځ وزيرستاني پښتو کښې شپږ ساعته خپرونې لري

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت