BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:34 گرينويچ 2006 ,06 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
شمالي وزيرستان کې نورې نښتې شوي
وزيرستان کې پاکستاني پوځيان
د پاکستان پوځ وايي څه باندې ٧٠ کسان د درې ورځو په نښتو کې وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزيرستان کې د هغه څه په ترڅ کې نوره مرگ ژوبله هم پېښه شوې چې خبريالان يې په تېرو دريو کلونو کې د امنيتي ځواکونو او طالب پلوو اورپکو تر منځ تر ټولو سختې نښتې بولي.

ځايي چارواکو وويل چې پر ميرامشا گرزبنديز لگيدلى خو زرگونه خلک لا له وړاندې له ښاره تښتېدلي . د شنبه په ورځ پوځ وويل چې د سيمې ولکه يې بيرته تر لاسه کړې، خو اوس هم په سيمه کې د جنگي هليکوپترو څخه کار اخيستل کېږي.

د پاکستان پوځ د خال خال خو دوامداره مقاومت د ځپلولو لپاره له جنگي هليکوپترو نه کاروي. يوۀ رسمي وياند وويل نژدې شل اورپکي هله ووژل شول چې امنيتي ځواکونه په ميرامشا کې د ټېلفون د يوۀ مرکز ودانۍ ته چې د شنبې په ورځ اورپکو نيولې وه، ورننوتل.

گڼ نور اورپکي تېره شپه د تلاشۍ په يوۀ پاټک کې ووژل شول او د يوۀ حکومتي چارواکي يوه لس کلنه لور هله مړه شوه چې يو توغندى يې پر کور ولگېده.

ايالتي چارواکو وويل چې د حکومت له خوا پر سيمه باندې گرز بنديز لگېدلى، خو زرگونه خلک لا له وړاندې د ميرامشا له ښاره تښتېدلي او رېپوټونه وايي چې ښار په بشپړه توگه له وگړو تش دى .

د پاکستان پوځ له څه د پاسه درې کالو راهيسته هلې ځلې کوي چې د افغانستان پولې ته څېرمه له دغې سيمې نه بهرني سخت دريځي اسلامپالي او د هغو ځايي ملاتړي وباسي.

خو دا ورستۍ جگړه تر دې دمه تر ټولو سخته گڼل شوې. جگړه تېره اوونۍ له هغه وروسته ونښته چې امنيتي ځواکونو د اورپکو پر يوۀ ادعا شوي پټنځاى بريد وکړ او لسگونه کسان يې ووژل

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت