BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 22:36 گرينويچ 2006 ,20 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
شيرپاو : د وزيرستان عمليات د افغانستان په گټه دي
شيرپاو
د پاکستان د کورنيو چارو وزير افتاب احمد خان شيرپاو وايي ټول بهرني اورپکې ختموو .
دپاکستان حکومت د هيواد د مذهلي حکومت مخالفو گوندونو له خوا هغه نيوکې رد کړې چې د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمو کې يې د اسلام پالو اورپکو پر ضد د امنيتي ځواکونو د عملياتو په باب کړې وې .

د کورنيو چارو وزير افتاب شيرپاو وويل امنيتي ځواکونه بوخت دي چې ټول بهرني اورپکې او د دوى ملاتړي ختم کړي دۀ وويل دغه کسان پاکستان او افغانستان ته گواښ پېښوي .

ښاغلي شيرپاو د حکومت مخالفو دا دعوه هم رد کړه چې ويل يې په شمالي وزيرستان کې پوځي عمل د متحدو ايالاتو په غوښتنه ترسره کيږي دۀ وويل دواړه هيوادونه د ترهگرۍ په وړاندې جگړه کې همکاري کوي .

په تيرو دوو اوونيو کې د شمالي وزيرستان د جگړو له امله تر ١٥٠ ډير کسان وژل شوي دي .

ځايي خلک شکايت کوي چې ډير کله عادي کسان په دغو بريدونو کې وژل کيږي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت