|
دکابل په هوايي ډگر کې ځانمرگي يوپوځي وواژه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
لومړني راپورونه وايي چې په کابل کې يوه ځانمرگي بريددملي پوځ يو سرتيرى وژلى او ٥نور يې ټپيان کړي دي چې دوه يې ملکي دي . بريد د کابل د هوايي ډگر په ختيځه دروازه کې شوى . خو د بلجيم د دفاع وزارت د يوې وينا په خپرولو سره ويلي دي چې په دې بريد کې ددوى ٤ تنه سرتيري هم ټپيان شوي دي . د بلجيم د هيواد سرتيري دکابل د هوايي ډگر د هغې دروازې د امنيت چارې په غاړه لري چې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو مرکز ته ورځي . خو امنيتي چارواکي وايي چې په بريد کې بهرنيو ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى . دا لومړى ځل دى چې يو ځان مرگى خپل موټر بمب دکابل هوايي ډگر د نړيوالو سرتيرو دروازې ته څېرمه الوزوي او موخه يې بهرني ځواکونه و. خو دکابل د جنايي جرمونو سره دمبارزې مشر جنرال عليشا پکتيا وال وايي چې په بريد کې بهرنيو سر تيرو ته کوم زيان نه دى او ښتى . (( يو ملکي وژل شوى او درې نور ټپيان دي . بريد په يوه کرولا موټر کې شوى .)) دکابل په هوايي ډگرکې ميشت نړيوال سرتيري د هوايي ډگر د ختيځ دغه دروازه کاروي چې تر ډيره بريده يوه گوښه سيمه بلل کيږي . بلخوا د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې ځان مرگى افغان او د ننگر هار اوسېدونکي و ده ادعا وکړه چې په دغه بريد کې يو شمير بهرني سرتيري وژل شوي هم دي . | ورسره تړلي نور خبرونه ځانمرگي بريد او جگړې تر١٠٠زيات وژلي29 اگست, 2007 | افغانستان په ځانمرگي بريد کې درې ناټو سرتېري وژل شوي28 اگست, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||