BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:35 گرينويچ 2007 ,29 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ځانمرگي بريد او جگړې تر١٠٠زيات وژلي
د پکتيکا د بريد نښه ظاهرا افغان پوځ و
د پکتيکا په برمل کې د بريد نښه ظاهرا افغان پوځيان و
د افغانستان په سويل ختيځ کې په يوۀ ځانمرگي بريد کې شپږ تنه وژل شوي او په سويل کې بيا امريکايي پوځ وايي چې تر سلو زيات طالبان يې وژلي دي.

ځانمرگى بريد د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې نن (چهارشنبه) غرمه وشو، چې ظاهرا يې د ملي اردو او افغان پوليسو يوه ډله په نښه کړه.

د پکتيکا والي ډاکتر اکرم خپلواک وايي په بريد کې چې د يوۀ پياده سړي لخوا وشو د افغان پوځ دوه سرتېري او څلور ولسي خلک وژل شوي دي. يوولس تنه ټپيان شوي هم دي، چې يو يې پوليس او پاتې نور يې لارويان دي.

هاخوا، د امريکا په مشرۍ د ايتلاف ځواکونه وايي په سويلي ولايت کندهار کې يې د يوې زورورې جگړې په ترڅ کې تر سلو زيات وسله وال طالبان وژلي دي.

د دغې خبرې خپلواک پخلى نه دى شوى.

د امريکايي ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي درنه جگړه وروسته له هغه ونښته چې وسله والو طالبانو د دوى او افغان پوځيانو پر گډ کاروان ناڅاپي بريد وکړ.

خبرپاڼه وايي په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د جگړې له پيل وروسته امريکايي الوتکو د وسله والو پر ځايونو بمونه وغورځول چې درنه مرگ ژوبله يې ور واړوله.

يو افغان سرتېرى په نښتو کې ټپي وژل شوى او درې نړيوال او درې افغان پوځيان ژوبل شوي هم دي.

د افغانستان په سويل او ختيځ کې تاوتريخوالي په وروستيو مياشتو کې زور اخيستى. دغه سيمې کابو هره ورځ د خونړيو بريدونو او نښتو شاهدې وي چې ډېرى پکې نړيوال او افغان ځواکونه له يوې خوا او وسله وال طالبان له بل لورې ښکېل وي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت