BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کندهار:دوه تنه کاناډايي سرتير وژل شوي

افغان ځواکونه
افغان ځواکونه د کاناډايي سرتيرو سره يو ځاى د طالبانو په وړاندې جگړه کې ښکيل دي
دناټو په مشرۍ كاناډايي سرتيرو دسوېلي ولايت كندهار په ژيړۍ ولسوالۍ كې دماين د يوې چاودنې له کبله دخپلو دوه تنو سرتيرواويوه افغان ژباړن دوژل كيدو خبر وركړ .

دكندهارپه هوايي ډګركې دناټو يو وياند خبريالانوته ويلي چې په دغه پېښه كې دوه بهرني خبريالان هم ټپيان شوي دي خو دهويت په اړه يي جزئيات نه دي وركړي .

طالب وياندقاري يوسف احمدي وايي چې ماين ددوي له خواښخ كړل شوى او په ترڅ کې يې دنړيوالو ځواكونو دڅلور ګاډو دويجاړيدو ادعاكوي .

خودايساف وياندوايي چي يوازي يي يو ګاډى زيانمن شوى دى .

له بلې خوا دهلمندولايت په ګرشك ولسوالۍ كې دافغان سرتيرو له يوه كتارسره نژدې چاودنه شوې چې دچارواكو په وينا ټوله مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوښتې ده .

دګرشك ولسوال حاجي عبدالمناف بي بي سي ته وويل چې ماين پر يو باسكيل ځاى په ځاى شوى وو اوهغه مهال وچاوديد چې دپوليسوكاروان له سيمې تير شو.
هغه په دغه چاودنه كې ددريو ولسي وګړو دوژل كيدو او١٤ نورو دټپي كيدو خبره وكړه .

وسلوال طالبان ادعاكوي چې دګرشك ولسوالۍ په بيلابيلو سيمو كې دافغان اونړيوالو سرتيرودرې ګاډي ويجاړ شوي دي .
خوافغان ځايي چارواكي دطالبانودغه ادعا بې بنسټه بولي .

بل لورته دافغانستان د دفاع وزارت دهلمند په سنګين او دزابل په شاجوۍ ولسواليو كې د١٢ طالب وسلوالو دوژل كيدو خبروركړى دى .

دافغانستان د دفاع له وزارت څخه په خپرې شوې وينا كې راغلي دي چې دافغان اونړيوالو ځواكونو په دغو ګډو عملياتو كې يوشمير طالبان ټپيان شوي هم دي .

خبرپاڼې په عملياتو كې دافغان پوځ ديوه افسر دوژل كيدو اوددوه سرتيرو دټپي كيدو خبره هم كړې ده .

وسلوال طالبان خپله مرګ ژوبله نه مني اوادعاكوي چې افغان اونړيوالو سرتيروته يي ډيرزيان ور اړولي

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت