BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:34 گرينويچ 2007 ,22 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په نورستان کې د ناټو ١١ سرتيري ټپيان شوي

نورستان
په دې وروستيو کې د نورستان ولايت د گڼو پېښو شاهد دى چې ناټو ته پکې د سر تاوان اوښتى دى
د افغانستان په ختيځ ولايت نورستان کې وسله والو طالبانو د ناټو او افغان سرتيرو پر يوۀ غرني مرکز نن ( چارشنبې د زمري ٣١ د اگست ٢٢ ) بريد کړى چې مرگ ژوبله يې هم اړولې ده .

د ناټو له خوا په خپره شوې يوه خبر پاڼه کې راغلي چې په دغۀ بريد کې د دى ١١ سرتيري ټپيان شوي دي او دوه افغان پوځيان پکې وژل شوي دي .

ناټو دا نه وايي چې ټپي شوي سرتيري يې د کوم هيواد استوگن دي خو په نورستان کې تر ډيره ځايه د متحدو ايالاتو سرتيري ځاى پر ځاى دي .

ځايي چارواکي وايي چې بريد د وانت ويگل په ولسوالۍ کې ناڅاپي شوى دى . داسې گنگوسې هم دي چې گواکې وسله وال طالبان د افغان سرتيرو په جامه کې پوځي مرکز ته ننوتي او مخامخ جگړه يې کړې ده .

رپوټونه په دې نښته کې د توغنديو او سپکو وسلو د کاريدنې خبر ورکوي . د طالبانو يوۀ وياند زبيح الله مجاهد دعوه کړې چې په دغه نښته کې اووه سرتيري وژل شوي او ١٣ نور ټپيان شوي دي .

نورستان په دې وروستيو وختونو کې د سختو بريدونو شاهد دى . دوه اوونۍ وړاندې هم دغلته په يوۀ ورته بريد کې د ناټو ١٣ سرتيري ټپيان شوي و .

په دې وروستيو کې د افغان پوځ او پوليسو په ملگريتا ناټو د يوۀ پوځي مرکد د جوړولو خبر هم ورکړى و چې د دوى په وينا به يې د امنيت په ټينگولو کې مرسته کوله .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت