BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:04 گرينويچ 2007 ,23 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
جرمن يرغمل:موږخوشې کړئ کنه وژني مو

ملا بشير
له کوريايي پلوي سره هغه هيواد د يرغمل شو وگړو دخلاصون لپاره په خبرو اترو کې د طالبانو يو استازى ملا بشير وو
يو جرمن انجينر چې په افغانستان کې تښتول شوى دى په ويډيو ټيپ کې د يوخصوصي ټلويژون پر هنداره راڅرگند شو او د جرمني له حکومت څخه يې وغوښتل چې دده د خوندي خلاصون لپاره مرسته وکړي .

جرمن انجينر رود-ولف بلشميت په داسې حال کې په يو ويډيوي کليپ کې راښکاره شو چې سينه يې موښله او ټوخيده .

په ويډيو کې رود-ولف بلشميت وايي چې نوموړى په ډير بېوزلي حالت کې راگير دى او په يو غره کې ساتل کيږي او طالبان غواړي چې دى ووژني . ده وويل

((: زه په يو غره کې له طالبانو سره په ٣٠٠٠ مټره لوړه سيمه کې ژوند کوم ، طالبان غواړي چې له افغان دولت سره خبرې وکړي خو حکومت نه غواړي چې له طالبانو سره خبرې وکړي .

طالبان هڅه کوي چې زموږ د خوشې کولو لپاره له سفارت سره اړيکي ټينگ کړي خو که وخت پاى ته ورسيد دوى به موږ ووژني . )).

ښاغلي بلشميت وويل چې موږ په ډير ناوړه حالت کې ژوند کو او د مرستې غوښتنه يې وکړه .

دى له څلور افغان او يو جرمن همکار سره يې يوه مياشت وړاندې وتښتول شو.

بل تن جرمن وگړى له تښتونې څخه يوازې څو ورځې وروسته مړ وموندل شو .

له دغه يرغمل شوي جرمن انجينر سره دهغه هيوادد تښتول شوي بل وگړي د مړينې د لامل ډير جزيات نه دي روښانه خو د طالبانو سرچينې ادعا کوي چې دوى وواژه .

ځينې راپورونه وايي چې دغه انجينر د طالبانو په ولکه کې د زړه د حملې له کبله ومړ .

دجرمني انجينرانو د څلور افغان همکارانو له ډلې څخه يې يو په تيښته بريالى شو او پاتې درې تنه يې لاهم د طالبانو په ولکه کې دي .

دغه يرغمل شوي افغانان د ولسمشر حامد کرزي له حکومت څخه دخوندي خلاصون غوښتنه کوي.

په دې ويډيو کې چې انځور يې ويرونکى حالت ښوده يو افغان يرغمل په لړزيدلي غږ د افغانستان له دولت ، پارلمان اود سولې له کميسون وغوښتل چې ددوى د خلاصون لپاره مرسته وکړي .

دغه ويډيوي پيغام په کابل کې يو خصوصي ټلويزون طلوع خپور کړ چې جرمن وگړى په کې په انگريزي ژبه غږيده او افغان همکار يې په پښتو وغږيده .

تيره مياشت د طالبانو يو وياند ويلي وو چې دوى به دغه دواړه جرمن انجينران ووژني که هيواد يې له افغانستان څخه څه له پاسه ٣٠٠٠ سرتيري ونه باسي .

دغه غوښتنه د جرمني د حکومت له خوا رد شوې ده .

د جرمني ځواکونه چې د ناټو په اډانه کې فعاليت کوي، د سوله ساتنې دنده په غاړه لري چې ډيرى يې د هيواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې پراته دي .

تښتول شوي جرمنيان چې تر ډيره يې پيژندگلوي نه ده شوې ،له څلور افغان همکارانو سره يې دميدان وردک له ولايت څخه تيره مياشت وتښتول شول چې دغلته يې د برښنا د يوې پرژې لپاره کارکاوو .

دا يوازې جرمن او افغانان نه دي چې د طالبانو له خوا تښتول شوي دي ،ددې لړۍ د قربانيانو په ډله کې ١٩ تنه کوريايي وگړي هم راځي چې طالبانو يرغمل کړي دي .

ددغو کوريايانو د خلاصون لپاره په افغانستان کې د کوريا سفير له طالبانو سره په مخامخ خبرو کې گډون وکړ .

د سفير له ليدو کاتو وروسته طالبانو دوه تنه کوريايانې پريښودې خو د نورو يرغمل شو

د خلاصون په وړاندې طالبان پخپل دريځ ټينگ ولاړ دي چې ددوى د يو شمير نيول شو ملگرو خوشې کول په کې مهم شرط دى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت