|
'د سپنتا ليرې کول نړيواله ټولنه اندېښمنولى شي' | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د المان د بهرنيو چارو وزير د ولسي جرگې لخوا د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير څخه د باور د رايو د اخيستو سره مخالفت کړى . وزير فرانکس والټر په افغانستان کې د خپل روان سفر په ترڅ کې دغه څرگندونې کړي دي . تر دې وړاندې په کابل کې دملگرو ملتونو د استازي ادارې يونما هم په دې اړه اندېښنه ښوولې وه او له دندې د وزيرانو گوښه کيدل يې يوازې د ولسمشر واک بللى و. ولسي جرگې له ايران څخه په زوره د افغان کډوالو د شړلو له مسالې سره په تړاو د بهرنيو چارو اود کډوالو له وزيرانو څخه د باور رايه بيرته واخيسته . د المان د بهرنيو چارو وزيرفرانکس والټر له نړۍ سره د افغانستان داړيکو په پراخولو کې د خپل افغان سيال له هلو ځلو ستاينه وکړه او هغه يې د يوه داسې وزير په توگه ياد کړ چې ددۀ په وينا په ښه ډول يې په نړيوالو غونډو او ټولنو کې د افغانستان استازيتوب کړى . ښاغلي والټر وويل له دندې د ډاکتر رنگين دادفر سپنتا په گوښه کېدو سره ښايي چې د نړيوالي ټولنې يو شمېر غړي انديښمن شي . هغه وويل: ''زما سيال، ښاغلي سپنتا، په ډيرو نړيوالو کنفرانسونو کې د افغانستان د څيرې استازيتوب کړى . دى يو له ښو استازو څخه دى چې نړيوال يې افغانستان ته ليواله کړل . فکر کوم چې کابينې کې به د هغه نه شتون ښايي نړيوالو ټولنه انديښمنه کړي.'' تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملگرو ملتو استازي ادارې، يونما، هم دښاغلي سپنتا څخه د باور د رايې د بېرته اخيستو پرسر د ولسي جرگې او حکومت تر منځ د پيدا شوې شخړې په اړه انديښنه ښوولې وه. د يونما وياند داهم ويلي وچې د اساسي قانون له مخې يوازې ولسمشر حق له لري چې وزيران له کاره گوښه کړي . ولسمشر حامد کرزي د ملگرو ملتو دې نظر ته په غبرگون سره دا ددغه سازمان حق وباله چې دده په وينا د افغانستان د مسالو په اړه نظر ورکړي .
هغه ويلي و:''يونما د نړۍ لخوا په افغانستان کې گمارل شوې او خپله دنده لري . د يونما دنده داده چې افغانستان کې پايښت او قانونيت ټينگ شي او دهيواد قانون پلى شي . افغانستان خپل اساسي قانون لري چې بېلابېلي مسالې پکې روښانه شوې دي. په قانون کې د دولتي کړنو په اړه هم هرڅه روښانه دي چې د هغو پر بنسټ بايد عمل وکړ و. يونما له حقوقي پلوه خپل نظر ورکړى . له افغانستان سره همکارې ادارې او په تيره بيا ملگري ملتونه حق لري چې د قانون د تفسيرپه اړه خپل نظر څرگند کړى.'' نژدې دوه اونۍ د مخه ، ولسي جرگې له ايران څخه په زوره د افغان کډوالو د ډله ييزې ايستنې له مسالې سره په تړاو د بهرنيو چارو او کډوالو له وزيرانو څخه د باور رايه بيرته واخيسته چې ويل يې په دې اړه يې سم چلند ندى کړى. ولسمشر د کډوالو د وزير اکبر اکبر په اړه د ولسي جرگې پرېکړه تاييد کړه، خو د ښاغلي سپنتا په اړه د ولسي جرگې د پريکړې په اړه يې سترې محکمې ته د پلټنې لارښونه وکړه . سترې محکمې لا په دې اړه کومه پريکړه نده کړې . خو د بهرنيو چاروو زير لا پر خپلې دندې دى او د ښاغلي کرزي د يوه فرمان له مخې دکډوالو پخواني وزير ښاغلي اکبر ته هم دنده ورکړل شوې چې ددغه وزارت د چاروسرپرستي وکړي . د ولسي جرگې يو شمير غړي چې لا وړاندې د ښاغلي سپنتا له خوا د کار پر دوام ناخوښه وو ښايي چې د کډوالو وزارت د سرپرست په توگه د ښاغلي اکبر پر بيا گمارنې سخت په غوسه شي . |
ورسره تړلي نور خبرونه م.م: يوازې ولسمشر وزيران گوښه کولى شي21 مۍ, 2007 | خبرونه کرزي د سپنتا د باوررايو په اړه د پلټنې امر وکړ12 مۍ, 2007 | خبرونه ولسي جرگې د کډوالو له وزيره باور بېرته واخيست10 مۍ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||