BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:53 گرينويچ 2007 ,12 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
شننه : د کابينې له غړو څخه باور رايه اخيستل
سپنتا + متکي
ولسي جرگې ظاهرآ په دې ښاغلى سپنتا پړ بللى چې له ايران سره يې د افغان کډوالو په سر سمې خبرې نه وې کړې
د افغانستان اوسنۍ ولسي جرگې په لومړي ځل له دوو وزيرانو څخه د باور رايو پر اخيستلو خپل هغه صلاحيت وکاراوۀ چې د ډيرو په گومان ښايي دومره ژر نه واى کاريدلى .

د سياسي چارو شننونکي په دې باور و چې گواکې د ملت استازي يوه خولۀ نه دي . د يوۀ ځانگړي لوى سياسي گوند نشتوالي دغه نظر لا ډير تاييداوۀ .

خو اوس چې دغه اټکلونه او نظرونه ناسم وختل پوښتنه دا ده چې ولې بيلا بيلې غاړې د دوو وزيرانو ايسته کولو ته سره سلا شوې ؟

ايمل پسرلى د دې پوښتنې د ځواب ويلو هڅه کوي :

د افغانستان په ولسي جرگه کې د ښاغليو سپنتا او اکبر د اعتماد رايې په داسې وخت کې مطرح شوې چې د کابينې د بدليدا گنگوسې خورا ډيرې وې . دغه گنگوسې يوازې تر کوڅو او بازارونو پورې محدودې نه وې .

په خبري کانفرانسونو کې له ولسمشر او د هغۀ د کابينې له غړو هم په بيا بيا په دې برخه کې پوښتنې وشوې .

د هغوى ځوابونو د مسالې د ختمولو پر ځاى نورې پوښتنې پيدا کړې . همدا علت دى چې په ولسي جرگه کې د تيرو څو ورځو خبرو ته ځينو د شک په سترگه وکتل .

ظاهرآ د ملت استازو د بهرنيو چارو او د کډوالو وزارتونه په دې پړۀ وبلل چې گواکې له ايران څخه يې د ايستل شويو افغان کډوالو لپاره څه نه دي کړي .

خو په ولسي جرگه کې دننه هم ځينې استازي په شخصي خبرو کې دا مني چې يوازې همدې مسالې اوبه دومره نه دي خړي کړي .

١٣ مياشتې وړاندې چې ښاغلى سپنتا د بهرنيو چارو د وزير په توگه ولسي جرگې ته ورپېژندل کيدۀ د پخوانيو مجاهدو ډلو ځينې استازي خوښ نه ښکاريدل .

خو دۀ بيا هم ١٥٠ رايې وگټلې چې هغه مهال د ډيرو په گومان تر هيلو ډيرې وې .

ښاغلي سپنتا په خپل وزارت کې د اصلاحاتو په پيلولو د ځينو په خيال د خپلو مخالفانو مټي لا پياوړې کړې .

که څه هم ډاکټر سپنتا د اصلاحاتو بهير له لومړنيو غبرگونونو وروسته پښه نيولى کړ خو په پرله پسې توگه د دۀ هر گام ته په دقت وکتل شول او ډير کله نيوکه پرې وشوه.

په کابل کې د سياسي چارو شننونکي په دې گومان دي چې د باور رايو په بيرته اخيستلو کې د ښاغلي سپنتا له دريځ سره د مخالفت تر څنگ ځينې نورې خبرې هم مطرح دي .

دغه شننونکي دا نظر له امکانه ليرې نه بولي چې دا دې پر ولسمشر کرزي د فشار يوه وسيله وي .

هڅه ښايي دا وي چې افغان ولسمشر له هغه دريځه ليرې نه شي چې د ٢٠٠١ کال په پاى کې پرې منل شوى يا تپل شوى و .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت