|
کرزي د سپنتا د باوررايو په اړه د پلټنې امر وکړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ولسمشر حامد کرزي د ولسي جرگې له لورې د خپلې کابينې د دوو غړو بې صلاحيته کولو ته په خپل لومړني غبرگون کې ويلي چې د کډوالوله وزير څخه باور اخيستل د منلو وړ دى، خو د بهرنيو چارو وزير د موضوع په اړه بايد پلټنې وشي. په هغه رسمي فرمان کې چې د افغانستان رسمي تلوېزيون خپره کړه، ولسمشر کرزي وويل دى د ولسي جرگې هغې پرېکړې ته درناوى کوي چې د کډوالو وزير يې بې صلاحيته کړ. خو دۀ زياته کړه چې د بهرنيو چارو له وزير څخه د باور د اخيستلو د پروسې په اړه يې سترې محکمې ته د پلټنو امر کړى. د کډوالو چارو وزير استاد اکبر اکبر او د بهرنيو چارو وزير ډاکټر رنگين دادفر سپنتا ولسي جرگې په دې تور بې صلاحيته کړل چې گواکې له ايرانه يې د افغان کډوالو د راايستلو په موضوع کې ډېر څه نه و کړي. ولسمشر کرزي د بهرنيو چارو له وزير څخه د باور بېرته اخيستو په اړه، سترې محکمې ته ويلي چې معلومه کړي ايا ښاغلى سپنتا د کډوالو په مساله کې هومره ښکېل و، چې بايد پرې پړ بلل شوى واى او بې صلاحيته شوى واي که نه. ستره محکمه به همدارنگه په دې اړه پلټنه کوي چې د بهرنيو چارو وزير ته د دوه ځله رايه اچونو بهير پخوانيو ورته تجربو ته په کتو سره، څومره ډاډمن و او دا چې دوه ځلې سپيناوي ته د هغه غوښتل له اساسي قانون سره سم و که نه. د ولسمشر له فرمان سره سم، ډاکټر سپنتا به تر هغه د بهرنيو چارو وزير په توگه پاتې وي چې د سترې محکمې پلټنه بشپړېږي. دا څرگنده نه ده چې ستره محکمه په څومره وخت کې د ورسپارل شوې مسالې په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي. ولسي جرگې په دويم ځل د ښاغلي سپنتا په اړه په رايو کې هغه د ١٤١ رد رايو بې صلاحيته کړ. جرگې تېره اونۍ د کډوالو د چارو له وزير اکبر اکبر څخه هم باور بېرته اخيستى و. ولسي جرگې دوى دواړه په دې پړۀ وبلل چې له ايران څخه يې په ډله ييزه توگه د افغان کډوالو د راايستنې په مخنيوي کې پوره هڅې نه دي کړې. د ولسي جرگې د کورنۍ تگلارې له مخې ولسمشر بايد د دوو اونيو په منځ کې د ليرې شويو وزيرانو پرځاى نوي وزيران ولسي جرگې ته ورووپيژني او تر هغه مهاله سرپرست وزيران کارونه پر مخ بيايي. خو ښاغلى سپنتا به، د ولسمشر د ننني فرمان له مخې، د سترې محکې د پرېکړې تر اعلانه پر خپلې دندې پاتې وي او د کډوالو د وزير پر ځاى تر اوسه څوک نه دي نومول شوي. | ورسره تړلي نور خبرونه ولسي جرگې د کډوالو له وزيره باور بېرته واخيست10 مۍ, 2007 | خبرونه وکيلان د ٢وزيرانو په بې صلاحيته کولو غورکوي09 مۍ, 2007 | خبرونه ولسي جرگه د رسنيو د څار پر شورا نه سره جوړېږي05 مۍ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||