BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:44 گرينويچ 2007 ,05 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ولسي جرگه د رسنيو د څار پر شورا نه سره جوړېږي

افغان پارلمان
د افغانستان ولسي جرگه له تيرو دوو اونيو را په دې خوا د رسنيو په قانون کار کوي .
د افغانستان ولسي جرگه د ډيرو ناندريزو بحثونو سره سره و نه توانېده چې د رسنيو د سرغړونو د عالي شورا په جوړولو هوکړه وکړي . لانجه د اطلاعات او کلتور وزير ته د شورا د ورسپارلو له اړخه وه. د دغې ناندريزې شخړې هوارى د ولسي جرگې گډ کميسيون ته پرېښودل شو.

د افغانستان ولسي جرگه له تيرو دوو اونيو را په دې خوا د رسنيو په قانون کار کوي .
د افغانستان د رسنيو د قانون تر ټولو ناندريزه ماده همدغه د رسنيو د سرغړونو د څار شورا د جوړولو ماده ده. په دغې مادې کې راغلي چې په شورا کې به د اطلاعات او کلتور او مخابراتو وزيرانو تر څنگ د سترې محکمې، مدني ټولنې، ملي شورا، د عدليې او حج او اوقافو وزارتونو استازي هم برخه لري خو مشرتوب به يې د اطلاعات او کلتور وزير په غاړه وي.

په همدې حال کې گڼو وکيلانو نيوکې وکړې او استدلال يې دا وو چې په ولسواکه ټولنه کې د هرې څوکۍ لپاره مشر له ټاکنو وروسته ټاکل کيږي او د هغوى په گومان که چيرته داسې کيږي نو دا پخپله د ولسواکۍ د تگلارې په ښکاره سرغړونه ده .

په ولسي جرگه کې د فارياب ولايت استازى سردار محمد رحمن اوغلي وويل : ''د ولسواکه او ناولسواکه ټولنو تر منځ يوازينى توپير همدا دى چې په ولسواکو ټولنو کې هر څه په ټاکنو ترسره کيږي، کله چې موږ د هيواد د سياسي او ټولنيز ژوندانه لپاره د ولسواکۍ لاره خپله کړې نو لازمه ده هغه لاره خپله کړو چې نړيوالې ټولنې ته د منلو وړ وي .

اوس چې د رسنيو لپاره د عالي شورا د کميسيون د جوړولو خبره کيږي نو نه ښايي چې دغه کميسيون د اطلاعات او کلتور وزارت پورې وتړل شي دا ولسواکۍ ته د رسيدو لار نه ده.''

 د مدني ټولنې او پخپله د رسنيو غړي اندېښنه لري که د رسنيو د سرغړونو د څارد شورا مشرتوب حکومتي چارواکو ته سپارل کيږي نو بيا به رسنۍ په گرانه پر حکومت نيوکې وکړاى شي

خو په ولسي جرگه کې د غزني ولايت استازى محمد خان وايي که چيرته په دغې شورا کې د اطلاعات او کلتور وزير مشر نه وي نو هغه مهال به خورا ستونزې راوټوکيږي .

همدا رنگه د رسنيو د څار په عالي شورا کې د ملي شورا د غړو په سر هم ځينو وکيلانو خپل غبرگون په ډاگه کړ هغوى دا کار د حکومت په چارو کې د شورا لاس وهنه وبلله . د دغې شورا د چارو لپاره پنځه کاله په پام کې نيول شوي چې پر هغې هم گڼو اسازو نيوکه لرله او د دغې مودې د کمولو وړانديز يې لاره .

خوتر ډيرو تودو خبرو او بحثونو وروسته همدغه ماده د ولسي جرگې هغه گډ کميسيون ته وسپارل شوه چې هلته د ټولو کميسيونونو استازي ونډه لري ، د هغو تر څيړنو وروسته به په عمومي غونډه کې پرې پريکړه کيږي.

په افغانستان کې مدني ټولنې او پخپله د رسنيو غړي اندېښنه لري که چيرته د رسنيو د سرغړونو د څارد عالي شورا مشرتوب د حکومت غړو ته سپارل کيږي نو په هغه صورت کې به په رسنيو بنديزونه ولگول شي او هيڅ رسنۍ به بيا په خلاص لاس پر چارواکو نيوکي نه شي کولاى.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت