|
ولسي جرگې د کډوالو له وزيره باور بېرته واخيست | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ولسي جرگې نن د کډوالو چاروله وزير څخه د اعتماد رايه بيرته واخيسته او هغه يې د ١٣٦ ردو رايو په کارولو له دغې څوکۍ نه گوښه کړ. جرگې همدارنگه د بهرنيو چارو وزير په ضد په ورته گام کې ١٢٤ د رد رايې واچولې چې برخليک به يې په بله غونډه کې روښانه شي ځکه چې د هغه د يوې رايې پر سر ناندرۍ راپورته شوې او د استازو د نظرونو په منځ کې توپير ليدل کيده. د افغان کابينې دغه دوه تنه وزيران له ايرانه د زرگونو کډوالو د شړلو پر سر د جرگې استيضاحيه غونډې ته وربلل شوي ول . د افغانستان د اساسي قانون د ٩٢ مادې له مخې ولسي جرگه کولاى شي د کابينې غړي استيضاح کړي او له هغوى نه ورکړل شوي صلاحيتونه بيرته واخلي. له دې امله چې د افغانستان ولسي جرگې د کابينې دغړو د استيضاح په اړه پخوانۍ تجربه نه درلوده نو د دغو دواړو وزيرانو د استيضاح غونډه د ډيرو ناندريزو بحثونو سره مله وه. گڼو استازو د دې پر ځاى چې د استيضاح اصلي لاملونه جوت کړي. له يوې مخې يې پر وربلل شويو وزيرانو نيوکې پيل کړې چې په هماغه مهال ډيرو وکيلانو د دغې تگلارې سره مخالفت په ډاگه کړ. وروسته دواړو وزيرانو د خپل ځان د سپيناوي لپاره د دليلونو په وړاندې کولو پيل وکړ . د بهرنيو چارو وزير رنگين دادفر سپنتا وويل چې که هغه د گاونډي هيواد ايران سره په ځينو برخو کې جوړ جاړي ته غاړه ايښې واى نو نه به افغان کډوال په زوره له ايرانه شړل شوي واى او نه به هغه د استيضاح لپاره چا وربللى واى. هغه وويل: ''د ايران د اټومي بټيو لانجه، د هريرود او د سلما بند پرېمانه اوبه، او د امنيتي همکاريو د قرار داد د نه لاسليک کولو په سر د خپل گاونډي هيواد تر سخت فشار لاندې وم، چې نه د بهرنيو چارو اوسنى وزير او نه هم بل يو افغان دا حق ځان ته ورکړي چې د دغه هيواد د اوبو د زيرمو په سر د نورو سره معاملې ته زړه ښه کړي. په دقيقه توگه همدغه مسايل وو چې په زرگونه افغان کډوال په زور او جبر له ايرانه وشړل شول او په پايله کې يې زما برخليک د استيضاح د غونډې سره وتاړه.'' د ښاغلي سپنتا د دغو څرگندونو وروسته ځينو وکيلانو غبرگون وښود او نژدې وه چې غونډه د کړکيچ په لور کږه شي خو د اداري پلاوي تر ډيره د دغې لانجې مخه ونيوله . د دغو دوو وزيرانو د استيضاح پر سر هم په غونډه کې ټول استازي په يوه خوله نه وو. ځينو وکيلانو استدلال کاوه چې د دغو وزيرانو د استيضاح په اړه دې نېغ په نېغه دلايل وړاندې شي.
خو ځينو نورو بيا د دې کار مخالفت کاوه او د باور د رايو د اخيستو لپاره يې د ځانگړو صندوقونو د ايښودلو غوښتنه کوله. خو کله چې رايې واچول شوې پايله يې پر ١٣٦ مخالفو، ٥٤ موافقو او پنځو تشو رايو د کډالو د چارو د وزير ردول او پر ١٢٤ مخالفو، ٦٧ موافقو او يوې شکمنې رايې د بهرنيو چارو د وزير شکمن پرېښودل و. د ولسي جرگې د داخلي کړنلارې سره سم، د کابينې د کوم وزير څخه د باور رايې بېرته اخيستلو لپاره لږ تر لږه ١٢٥ مخالفې رايې پکار دي. خو ځينو وکيلانو استدلال لاره که چيرته د رايو کارولو د پاڼو دواړه تشې خانې ډکې شي نو هغه په باطلو رايو کې شميرل کيږي او د هغوى په وينا ښاغلى سپنتا بريالى دى او بايد پخپله څوکۍ پاتې شي. خو اوس خبره بلې غونډې ته وځنډيدله چې د راتلونکې اونۍ په پيل کې به د ښاغلي سپنتا برخليک هم روښانه شي . په ولسي جرگه کې د ځينو استازو انگيرنه دا وه چې ښايي دغه لوبه د افغان حکومت لخوا پر ولسي جرگې تپل شوې وي. خو ښاغلي سپنتا بي بي سي ته وويل چې د هغه او ولسمشر کرزي تر منځ اړيکي ډيرې تودې او دوستانه دي او په وينا يې چې هغه د ولسمشر د پوره ملاتړ نه برخمن دى. خو د دې خبرې څرک د ځينو په وينا هله لگيداى شي چې د ولسي جرگې راتلونکې غونډه څه پريکړه کوي . | ورسره تړلي نور خبرونه وکيلان د ٢وزيرانو په بې صلاحيته کولو غورکوي09 مۍ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||