BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:23 گرينويچ 2007 ,09 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
وکيلان د ٢وزيرانو په بې صلاحيته کولو غورکوي
د بهرنيو چارو وزير دادفر سپنتا او د کډوالو وزير استاد اکبر
دواړه وزيران له ايران څخه د افغان کډوالو د ډله ييزې ايستنې په مخنيوي کې د پاتې راتلو لامله له شونې باور اخيستنې سره مخامخ دي
د افغانستان ولسي جرگې د کابينې د دوه وزيرانو د سلب اعتماد کولو مشروطه پرېکړه کړې.

د بهرنيو چارو وزير رنگين دادفر سپنتا او د کډوالو چارو وزير څخه د ولسي جرگې د باور بېرته اخيستلو پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې دوى له ايران څخه د کډوالو د را اېستنې د بهير په اړه وپوښتل شول.

دواړه وزيران نن (چهارشنبه) د ولسي جرگې استماعيه غونډې ته بلل شوي وو، چې له ايران څخه د کډوالو د ډله يېزې راشړنې د مخنيوي په اړه د خپلو هڅو په اړه ځوابونه ووايي.

د دوى له ځوابونو وروسته، چې قناعت ورکوونکي ونه بلل شول د ولسي جرگې غړو رايې ورکړې چې دواړه وزيران دې سبا ته د استيضاح لپاره راوغوښتل شي.

که بيا هم ياد شوي وزيران د کډوالو د موضوع په اړه د خپلو دريځونو ننگه ونه شي کړاى، پرېکړه داسې شوې چې له دوى څخه به د پارلمان د باور رايه بېرته اخيستل کېږي.

په دې وروستيو کې په لسگونو زره کډوال له ايران څخه په زوره راايستل شوي او ايراني حکومت د نورو د ايستلو خبره هم کړ ې.

دا لومړى ځل دى چې ولسي جرگه د کابينې د وزيرانو په اړه دا ډول پرېکړه کوي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت