|
م.م: يوازې ولسمشر وزيران گوښه کولى شي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ملگرو ملتو سازمان له افغان حکومته غوښتي چې د بهرنيو چارو د وزير په تړاو پېدا شوى جنجال حل کړي. په کابل کې ددغه سازمان وياند وويل ، ددغې مسالې هوارول ځکه مهم دي چې وايي دغه ډول جنجالونه کولي شي چې د حکومت پايښت ته تاوان ورسوي . ولسي جرگې وروسته له هغه د بهرنيو چارو او کډوالو له وزيرانو څخه د باور رايه واخيسته چې هغوى يې پړه وبلل چې له ايران څخه په زوره د افغان کډوالو د ايستلو د مخنيوى په تړاو يې اغيزمن گامونه اوچت نه کړل . د ملگرو ملتو سازمان وايي د بهرنيو چارو د وزير رنگين دادفر سپنتا په اړه د پيدا شوي جنجال د حل لپاره مهمه ده چې د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ له دندو د وزيرانو د گوښه کېدو په تړاو د ولسي جرگې او ولسمشر د واکونو روښانه تفسير وشي. په کابل کې د ملگرو ملتونو د استازي ادارې (يونما) وياند اډرين ايډوارډ ټينگار کوي چې د اساسي قانون پر بنسټ گواکې يوازې ولسمشر واک لري چې وزيران له دندو گوښه کړي . ''د يونما نظر دادى چې د اساسي قانون له مخې پارلمان واک لري چې وزيرانو ته جزا ورکړي او له هغوى څخه د باور رايه واخلي. خو اساسي قانون په مشخصه توگه پارلمان ته دا حق نه ورکوي چې وزيران له کاره گوښه کړي .دوزيرانو د گوښه کولو واک له ولسمشر سره دى.'' خو په دې اړه چې د ملگرو ملتو د وياند دغه انگيرنه، په څومره کې د افغانستان د اساسي قانون له غوښتنو سره اړخ لگوي، دحقوقو د چارو يو شمير کار پوهان بېل نظر لري. دوى وايې د باور د رايې بېرته اخيستل، له دندي د يوه وزير د گوښه کولو مانا لري . خو ښاغلى ايډوارډ دا د اختلاف يو ټکى بولي اوپر سترې محکمې غږ کوي چې په دې اړه پريکړه وکړي .
ولسي جرگې له ايران څخه په زور ه د افغان کډوالو د ايستلو د مسالې په تړاو د هغه څه له کبله چې نامسولانه چلند يې بولي د بهرنيو چارو او کډوالو له وزيرانو څخه د باور رايه واخيسته . ولسمشر حامدکرزي د کډوالو د وزير په اړه د ولسي جرگې پريکړه تاييد کړه، خو د بهرنيو چارو د وزير په اړه يې له سترې محکمې څخه غوښتنه وکړه چې په دې اړه پريکړه وکړي . باور دادى چې د ښاغلي سپنتا په اړه د نه باور د رايې لپاره کوټلي دليلونه ځکه نه وو موجود چې ددوى په خبره دى مخامخ د کډوالو له مسالې سره تړاو نه لري. د بهرنيو چارو د وزير پر سر د حکومت او ولسي جرگې تر منځ پيدا شوى جنجال ولسمشر ته يو ه مهمه ننگونه بلل کيږي چې د چارو د کار پوهانو په وينا د حل څرنگوالى يې کولى شي په راتلونکي کې د ولسمشر پر چارو اغيز وکړي . |
ورسره تړلي نور خبرونه کرزي د سپنتا د باوررايو په اړه د پلټنې امر وکړ12 مۍ, 2007 | خبرونه ولسي جرگې د کډوالو له وزيره باور بېرته واخيست10 مۍ, 2007 | خبرونه وکيلان د ٢وزيرانو په بې صلاحيته کولو غورکوي09 مۍ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||