|
د کابل ورځپاڼو ته کتنه: د غويي٢٣مه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
هيواد ورځپاڼې په دا وروستيو کې د ولسي جرگې له لورې دوو وزيرانو وربلل جرگې د واک ازمويلو يوه وسيله بللې او پر حکومت يې غږ کړى چې د ملي شورا د دغه ډول کارونو څارنه وکړي. هيواد زياتوي د دې لپاره چې وزيران د سياسي او قومي توپيرونو پر بنسټ بې صلاحيته نه شي، حکومت ته پکار وه چې د اساسي قانون د څارنې لپاره يې يو خپلواک کمېسيون جوړ کړى واى چې باور رايو يا بې صلاحيته کولو غوندې بهيرونه کې يې پېښېدونکي ستونزې يې غوڅولى. افغانستان ورځپاڼې د ولسي جرگې لخوا د دوو وزيرانو بې گوښه کول يو ښه کار بللى، خو پر ولسمشر حامد کرزي يې نيوکه کړې چې د بهرنيو چارو وزير مساله يې سترې محکمې ته د پلټنو لپاره لېږلې. ورځپاڼه ليکي چې ولسمشر کرزي په دې کار سره له يوې خوا د ولس د استازيو پرېکړه کمزورې گڼلې او له بل لورې يې د قانون جوړوونکې او قضائيه قوو تر منځ شخړې ته لار هواره کړې. انيس ورځپاڼې ليکلي چې نه يوازې نن، بلکې په تېرو دريو لسيزو جگړو کې تر ټولو زيات زيان ولسي خلکو ته رسېدلى. ورځپاڼه ليکي چې افغانستان ته د نړيوالو ځواکونو په راتگ سره عامو خلکو هيله درلوده چې ارامي به راشي، خو وايي ورځ په ورځ حالات خرابيږي او پخواني توپکوال بيا پياوړي کيږي، چي په ليکنه يې دې چارې ولس نهيلى کړى. ملي ارمان ورځپاڼې بيا په حکومتي ادارو کې له درغليو سرټکولى او اداري فساد يې د حکومتي کارکوونکو تر منځ يوه تړلې کړۍ بللې. ورځپاڼه ليکي چې کله چې يو چارواکى پر درغلۍ تورنېږي، نور لوړپوړي چارواکي يې ملاتړ کوي او هغه له محاکمې څخه ژغوري. اصلاح ورځپاڼې په خپله سرليکنه کې په هيواد کې پانگونې او د هغې ستونزو ته اشاره کړې. ورځپاڼه ليکي که حکومت د پانگه اچوونکو لپاره د خونديتوب ژمنتيا ونه کړي او نورې اسانتياوې برابرې نه کړي، پانگه وال به له افغانستانه زړه ماتې شي او هله به د بې وزگارو خلکو شمېره نوره هم لوړه شي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||