BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:24 گرينويچ 2007 ,12 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کابل ورځپاڼو ته کتنه: د غويي٢٢مه
د کابل ورځپاڼې
د کابل ورځپاڼې
د کابينې له دوو وزيرانو څخه د ولسي جرگې د سپيناوي غوښتنه او د بهرنيو ځواکونو په پوځي عملياتو کې د ولسي کسانو مرگ ژوبله په کابل کې د اونۍ د سر د ورځپاڼو مهمې ليکنې جوړوي.

افغانستان ورځپاڼې د ولسي جرگې دا کار ستايلى چې د کډوالو او بهرنيو چارو وزيران يې استيضاح ته وغوښتل او د د دوی د بې صلاحيته کولو پرېکړه يې وکړه.

ورځپاڼې په بهر کې د افغان کډوالو په راستنولو او له هغوى سره د مرستې په چاره کې د يادو شويو وزيرانو هڅې ناکافي بللې.

ورځپاڼې د بهرنيو او کډوالو چارو وزيران د سپيناوي لپاره ورغوښتل د ملي شورا د خپل واک پلي کولو لومړنۍ تجربه بللې، چې وايي د کابينې د غړو د بيدارولو يو زنگ و.

اميد فردا ورځپاڼې هم د وزيرانو سپيناوى د کابينې د بيدارولو لپاره اغېزمن بللى او ولسي جرگه پې په دې ستايلې چې د ملي گټو د خونديتوب لپاره خپل واک کاروي.

چراغ ورځپاڼې د دوو پوښتل شويو وزيرانو سربېره، ولسي جرگې ته د کابينې د نورو غړو استيضاح او د اړتيا په مهال يې له هغوى د باور اخيستلو سپارښتنه کړې.

چراغ ولسمشر حامد کرزي ته هم ر کابينې لپاره د ښو وړتيا درلودونکوکسانو د غوره کولو ويلي، چې په ليکنه يې، د ملي گټو پر بنسټ وټاکل شي، نه د مصلحتونو.

راه نجات ورځپاڼې له سره د ولسمشر کرزي پر ټاکنو نيوکه کړې او ليکي چې د حکومت پر مهمو دندو داسې کسان گماري چې خپله د دۀ په زيان تمامېږي او د ادارې د خرابېدو لامل کېږي.

او هيواد ورځپاڼې بيا د بهرنيو ځواکونو له لورې په پوځي عملياتو کې د ولسي خلکو وژنې په هيڅ ډول د نه توجيه وړ بللې او په افغانستان کې له مېشتو نړيوالو ځواکونو يې غوښتي چې د عملياتو په مهال د عامو خلکو د ژوند خونديتوب ته زيات پام وکړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت