|
دسنگين ځانمرگي دوه ملکي کسان وژلي دي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دهلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ كې يوه ځانمرګي بريد څلور برتانوي سرتيري ټپيان كړي او دوه ولسي وګړي يي وژلي دي . چارواكي وايي يوه تن خپل دچونكو توكو ډك ګاډى هغه مهال دسنګين په بازار كې والوزاوو چي دبرتانوي ځواكونو يوكتار ورنژدې شو . چارواكي وايي بريد كونكي دخپلو چاودنكو توكو ډګ ګاډى دسنګين په بازار كې په داسي حال وچاو چې دبرتانوي ځواكونو يوكتار ورنژدې شو . دهلمندامنيه قومندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال بي بي سي ته وويل دبريد په پايله كې څلور برتانوي سرتيري ټپيان شوي اودوه ولسي وګړي وژل شويدي . هغه وويل چي بريدكونكى په يو جيپ ډوله گاډي كې سپور وو . عيني شاهدانووويل چي دناټو يو ګاډى هم په بريد كې ويجاړشوى او لوخړې يي داسمان پر لور پورته كيږي . دناټو ځواكونوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي . وسلوال طالبان وايي بريد كونكى عصمت الله نوميده اودهلمند ولايت اوسيدونكى وو . قاري يوسف احمدي ادعاكوي چي له دغه بريد وروسته دوې نورې چاودنې هم شوي چي په بريداوچاودنوكې دناټو څلورګاډي ويجاړشوي اوپكي سپاره سرتيري يي وژل شويدي . بل پلو سنګين ته نژدې په كجكي ولسوالۍ كې چارواكي وايي وسلوالو طالبانو يوديني عالم ترتښتولو وروسته وژلى دى . دهلمندامنيه قومندان بي بي سي ته وويل چي دمولوي عبدالستار په نوم دغه ديني عالم څوشپې وړاندې طالبانو له خپل كور څخه تښتولي وو او تيره شپه يي په يوه څاه كې مړى وموندل شو . ددغه ديني عالم خپل خپلوان وايي چي هغه له هيچا سره دښمني نه درلوده اوله حكومت سره يي هم اړيكي نلرل . كه په رښتياهم دغه ديني عالم وسلوالو طالبانو وژلي وي نو په تيرو دو اونيو كې به دادوهم ديني عالم وي چي د طالبانو له خوا وژل كيږي . څه موده وړاندې طالبانو داورزګان دعلماءوو دشورا يو غړى هم په دې تور وژلي وو چي ګواكې له حكومت سره يي كاركاوه . | ورسره تړلي نور خبرونه په سويل ختيځ کې بريدونو نهه کسان وژلي15 جولاى, 2007 | افغانستان د افغانستان په سويل او ختيځ کې ١٥ وژل شوي18 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||