|
د افغانستان په سويل او ختيځ کې ١٥ وژل شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سويل او ختيځ کې لږترلږه ١٥ کسان وژل شوي، چې ١٢ يې افغان پوليس او سرتېري دي. همدارنگه په کابل کې ځانمرگي بريد يو ترکي سرتېرى او يو ولسي وگړى ټپيان کړي. لومړى د کابل په لوېديځ کې په کمپنۍ سيمه کې د ناټو تر چتر لاندې پر ترکي ځواکونو ځانمرگى بريد وشو، چې چارواکي وايي يوازې يو لاروى يې ټپي کړ. د کابل د پوليسو د جنايي څانگې مشر عليشاه پکتياوال وايي يو سړى د ترکي ځواکونو کاروان ته ور نژدې شو او ځان يې والوزاوه. يوازې خپل ځان يې وواژه او يو ولسي سړى يې ټپي کړ. دى وايي په بريد کې يو ترکي پوځي گاډي ته هم زيان اوښتى. ناټو ځواکونو سيمه له بريد وروسته سمدستي بنده کړله. د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده. کابل په وروستيو مياشتو کې دځينو ځانمرگي بريدونو شاهد و، خو دا چې له بريد وروسته پر ترکي کاروان ډزې شوې دا ډول پېښه په لومړي ځل دلته په پلازمېنه کې پېښېږي. په خوست کې دوه ځانمرگي بريدونه پر يو وخت هاخوا، په سويل ختيځ ښار، خوست، کې د پوليسو پر مرکز دوه ځانمرگي بريدونه شوي او لږ تر لږه درې پوليس او يو عام وگړي يې وژلي. چارواکي وايي لومړى يو تن چې د پوليسو جامه يې په تن وه او توپک هم ورسره و وروسته له هغه د امنيې قومندانۍ ودانۍ ته ننوت چې په دروازه کې ناست ساتونکى يې په ډزو وواژه. له ننوتو وروسته، بريد کوونکي په هر لورې ډزې پيل کړي – تر هغه چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې له پښو ولوېد. چارواکي وايي د دۀ پر ملا پورې تړلي چاودېدونکي توکي ناچاودلي پاتې شول. په همدې شېبه کې چې د پوليسو په جامه کې بريد کوونکى د امنيه قومندانۍ انگړ ته ننوت، يوۀ بل ځانوژونکي ځان د باندې په دروازه کې والوزاوه. د دواړه بريدونو د مرگ ژوبلې شمېره، د دريو پوليسو او يوۀ عام وگړي له وژل کېد سربېره د او تنو ټپي کېدل ښوول کېږي. په ښار کې د روغتون ډاکتران وايي په ټپيانو کې پنځه پوليس، د خوست ولايت د حج او اوقافو مشر او يو ولسي سړى دي. په گاونډي ولايت پکتيا کې وسله والو د سړک جوړونې د يوۀ شرکت پر کارکوونکو ډزې کړې، يو فليپينى انجينر او د هغۀ يو افغان ساتونکى وژلي او څلور نور ساتونکي يې ټپيان کړي. د پکتيا د پوليسو يو چارواکى، غلام دستگير روستميار، وايي بريد پر ښواک ولسوالۍ کې د سړک پرغاړه د وسله والو طالبانو لخوا شوى. په سويل کې پر پوليسو او سرتېرو بريدونه بلخوا، په سويلي ولايت زابل کې پنځه تنه پوليس د وسله والو طالبانو په بريد کې وژل شوي. ځايي چارواکي وايي پوليسو ته دغه مرگ ژوبله په شهر صفا ولسوالۍ کې د طالبانو له لورې په يوه کمين کې واوښته. په بل سويلي ولايت، هلمند، کې د افغان پوځ درې تنه سرتېري د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې وژل شوي. چارواکي وايي چاودنه په گرشک ولسوالۍ کې پر هغه کاروان وشوه چې د همدې ولسوالۍ ولسوال هم پکې و، خو هغه ته زيان نه دى اوښتى. په ختيځ ولايت، نورستان، کې وسله والو طالبانو لږترلږه يوه ولسوالۍ نيولې ده. خپله طالبان وايي دوى د دوا اب او منډول ولسوالۍ چې تېره شپه نيولې لا يې هم په لاس کې دي. خو، چارواکي وايي وسله والو طالبانو دوا اب ولسوالۍ د لنډ مهال لپاره نيولې او اوس بېرته د دوى په ولکه کې ده. امنيتي چارواکي وايي يو پوليس هم د تېري شپې پر بريد کې وژل شوى. خو سيمه ييزو اوسېدونکو بي بي سي ته چهارشنبه غرمه وويل چې د دوا اب ولسوالۍ پر مرکز لاهم د طالبانو سپين بيرغ رپېږي او سيمې ته د طالبانو ورتگ زيات شوى. په وروستيو مياشتو کې د افغانستان په سويل او ختيځ کې د حکومت د مخالفو وسله والو بريدونه زيات شوي چې زياتره حکومتي ځايونه او افغان او بهرني ځواکونه په نښه کوي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||