|
په سويل ختيځ کې بريدونو نهه کسان وژلي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په سويل ختيځ کې نهه کسان په دريو جلا پېښو کې وژل شوي دي. په يوه بله پېښه کې د ناټو دوه سرتېري هم ژوبل شوي. په پکتيکا ولايت کې چارواکي وايي د زېړوک-اورگون پر جوړېدونکي سړک يوې چاودنې د يوۀ خصوصي امنيتي شرکت شپږ وسله وال ساتونکي وژلي دي. د پکتيکا والي، اکرم خپلواک، وايي دغه کسان هغه مهال ووژل شول چې پر گاډي يې د سړک د غاړې ښخ شوى بم وچاودېد. د بريد پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو پخوا د دغه ډول ډېرى پېښو مسوليت وسله والو طالبانو منلى دى. د زېړوک-اورگون سړک د بيا رغولو په حالت کې دى او د خصوصي شرکت دغو وسله والو کسانو د جوړونې د بهير ساتنه کوله چې پرې چاودنه وشوه. په يوه بله پېښه کې، د همدې ولايت په سرحدي ولسوالۍ، برمل، کې توغندي لگېدلي او يو سړى يې وژلى. ښاغلي خپلواک وويل توغندي د ډيورنډ کرښې له پاکستانۍ غاړې څخه راويشتل شوي چې يو ولسي سړى يې وژلى او يو يې ژوبل کړى. په درېيمه پېښه کې، په اورگون کې د ناټو ځواکونو يو کاروان د سړک د غاړې د بم د چاودنې ښکار شوى، خو د دغو ځواکونو چارواکي وايي يوازې دوه سرتېري يې ټپيان شوي. وسله وال طالبان وايي په بريد کې يې د ناټو گڼ سرتېري له منځه وړي. په څنگلوري پکتيا ولايت کې د ښواک پر ولسوال بريد شوى، دى خپله ټپي شوى او دوه ساتونکي يې وژل شوي دي. د ولسوال امير محمد يو بل ساتونکى ټپي شوى هم دى. د پکتيا د امنيت مشر غلام دستگير روستميار وايي ولسوال نن (يکشنبه) سهار کورته روان و چې ناپېژانده وسله والو کسانو يې پر گاډي بريد وکړ. د افغانستان په سويل او سويل ختيځې سيمو کې تاوتريخوالى په وروستيو مياشتو کې په پراخه کچه زيات شوى. | ورسره تړلي نور خبرونه په پکتيا او کندهار کې بريدونه شوي11 جولاى, 2007 | افغانستان پکتيکا کې د ناټو سرتيرو ته مرگ ژوبله اوښتې05 جولاى, 2007 | خبرونه د پکتيکا ځانمرگي دوه افغان وواژۀ28 جون, 2007 | خبرونه خپلواک : د قربانيانو له کورنيو مو بخښنه وغوښته18 جون, 2007 | خبرونه چاودنې د پکتيکا يو ولسوال او پنځه پوليس ووژل24 مۍ, 2007 | خبرونه په کاپيسا او پکتيا کې ١٠٠ 'مخالفين' مړه دي19 مۍ, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||