|
خپلواک : د قربانيانو له کورنيو مو بخښنه وغوښته | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ايتلاف ځواکونه وايي په پکتيکا ولايت کې اوه ماشومان د دوى په بمبارد کې وژل شوي. باور دى چې دغه ماشومان د هغې مدرسې زده کوونکي و چې په بمبارد کې په نښه شوې ده. د پکتيکا والي ډاکټر اکرم خپلواک د بمبارۍ سيمې ته ورغلى و او له بي بي سي سره په خبرو کې يې وويل چې دۀ د وژل شويو ماشومانو له کورنيو څخه بخښنه وغوښته . ښاغلي خپلواک زياته کړه چې دوى اوس دا پلټنه پيل کړې ده چې څرنگه په دغه ځاى کې ماشومان د شپې له خوا پاتې شوي و . د دۀ په وينا د دغې ودانۍ تر څنگ په يوې بلې کې ماشومان يوازې د ماسپښين تر ١٢ بجو پورې په سبق بوخت وي . والي بمبارد شوى ځاى پخوانۍ مدرسه وبلله او ادعا يې وکړه چې په دې وروستيو کې دغلته د دۀ په وينا ترهگر ټوليدل چې پکې عربان او چيچنياييان هم و . د امريکا پوځ په يوه خبرپاڼه کې وايي د ماشومانو سربېره يې څو مشکوک اورپکي هم د تېرې شپې په بمبارد کې وژلي چې پکې يوه مدرسه او يو جومات په نښه شوي وو. د پکتيکا والي وايي له اوو ماشومانو سرهبيره چې عمرونه يې د ١٢ او ١٦ کلونو تر منځ و ١٤ وسله وال کسان هم وژل شوي دي . ښاغلى خپلواک ادعا کوي چې په وژل شويو کې بهرنيان هم شته دي . د امريکايي پوځ خبرپاڼه وايي دغه هوايي بريد يې د داسې کره استخباراتي معلوماتو له لاسته راوړلو وروسته وکړ چې په نښه شوې مدرسې او جومات کې يې د ورانکارو شتون ښوول. خو څه چې سيمه ييز اوسېدونکي، چارواکي او د امريکا پوځ پرې يوه خوله دي هغه دادي چې د تېرې شپې په بمبارد کې لږترلږه اوه تنه د خاډليو مدرسې تنکي زده کوونکي وژل شوي. په پکتيکا کې ځايي خبريالان وايي چې د يحيى خېلو ولسوالۍ په وروستيو کې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې او اوس بېرته حکومت نېولې. دوى وايي په ځينو نورو ليرې پرتو او د پاکستان له پولې سره نژدې سيمو کې هم اصلي واک د طالبانو دى. د ايتلاف ځواکونو، د پخوا خلاف، دا ځلې په خپلو پوځي عملياتو کې ولسي خلکو ته د اوښتې مرگ ژوبلې خبر لومړى دوى ورکړ. |
ورسره تړلي نور خبرونه چاودنې د پکتيکا يو ولسوال او پنځه پوليس ووژل24 مۍ, 2007 | خبرونه د پکتيکا په چاودنه کې ٧ افغان سرتېري مړه دي25 اپريل, 2007 | خبرونه سرۀ صليب د ملکي وگړو پر زيانونو اندېښنه ښوولې19 مۍ, 2007 | خبرونه م.م: جگړه کوونکي دې د زورکارونې انډول وساتي28 مۍ, 2007 | خبرونه کرزى: نور د ملکي وگړو وژل نه شو زغملى02 مۍ, 2007 | خبرونه د پکتيکا ځانمرگي بريد ١٥ کسه ووژل26 نومبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||