BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:48 گرينويچ 2007 ,25 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د پکتيکا په چاودنه کې ٧ افغان سرتېري مړه دي

پکتيکا
د اوروستى بريد په پکتيکا کې يو له خونړيو څخه بلل کېږي
په سويل ختيځ ولايت پکتيکا کې د افغان پوځ اوه تنه سرتيري د سړک د غاړي په يوه چاودنه کې وژل شوي.

د پکتيکا والي ډاکتر اکرم خپلواک وايي د ملي پوځ سرتېرو نن (چارشنبه) سهار د وازېخواه ولسوالۍ په گوشته سيمه کې گزمه کوله چې له لرې کنترولېدونکى بم پرې وچاود او اوه سرتېري يې ووژل. يو بل سرتېرى په پېښه کې ټپي شوى.

د پېښې پړه طالبانو پر غاړه اخيستې ده.
دا بريد په دا وروستيو کې په پکتيکا کې يو له ډېرو خونړيو څخه بلل کېږي.

په يوه جلا پېښه کې د همدې ولايت د مټاخان ولسوالۍ ولسوال، د چارواکو په وينا، له يوه ځانمرگي بريد نه بچ شوى.

د پکتيکا د والي وياند غمى خان وايي يوه ځانوژونکي چې د مټاخان ولسوال ته لار نيولې وه، ځان يې د ولسوال له رسېدو مخکې والوزاوه، چې خالې د بريد کوونکي په مړينه تمامه شوه.

د افغانستان سويل او ختيځ ولايتونه د هيواد تر ټولو ناامنه سيمې دي، چې طالبان له حکومتي او بهرنيو ځواکونو سره پکې ډېر وخت په نښتو کې ښکېل وي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت