BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:28 گرينويچ 2007 ,11 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو وايي اورپکو ته يې "درنه" مرگ ژوبله اړولې
د ناټو پوځى
ناټو وايي داعمليات يې دپاکستاني استخباراتو دمعلوماتوپه مرسته ترسره کړي دي
په افغانستان کې دناټوځواکونه وايي چې شاوخوا ١٥٠ کسان يې چې دوى گومان کوي طالب اورپکي دي په پکتيکا ولايت کې وژلي دي.

دوى وايي دغه اورپکي چې له پاکستان څخه پر پوله افغانستان ته وراوښتل له افغان او نړيوالو ځواکونو سره په سختو نښتو کې وژل شوي دي .

ناټو وايي له افغان ځواکونوسره يې په گډه پردوو شکمنو ډلو چې پر وسلو او مهماتو بار د گاډو په يوۀ کتار کې روان وو، دځمکې اوهواله لارې بريد وکړ.

د ناټو يوۀ وياند جگړن ډومينيک کابل کې بي بي سي ته وويل تر هغه ځايه چې دى خبر دى ، په دغه بريد کې ولسي خلکو ته کومه مرگ ژوبله نه ده ور اوښتې.

 تر هغه ځايه چې زه خبر يم په دغه بريد کې ولسي خلکو ته کومه مرگ ژوبله نه ده ور اوښتې
د ناټو وياند جگړن ډومينيک

ناټو وايي داعمليات يې دپاکستاني استخباراتو دمعلوماتوپه مرسته ترسره کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو په وار وار پر پاکستانن غږ کړى چې په سرحدي سيمو کې د طالب اورپکو پر ضد يو څه وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت دوژل شوو شمير ٨٠ تنه ښوولى دى. دافغان اوناټو ځواکونو دمرگ ژوبلې په اړه رپوټونه ندي ورکړل شوي.

په کابل کې د بي بي سي خبريال وايي د شمېرو په اړه پکار ده احتياط وشي، ځکه يوازې تېره مېاشت ناټو ادعا وکړه چې دهېواد په جنوب کي يې ٨٠ اورپکي په عملياتو کې وژلي، خو وروسته يې ومنله چې په حقيقت کې يې يوازې اته تنه وژلي وه.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت