BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:01 گرينويچ 2006 ,15 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دپکتيا, پکتيکا ځانمرگوبريدو يو پوليس وواژه

دپکتيا- پکتيکا ځانمرگوبريدو
دپکتيا- پکتيکا ځانمرگوبريدو يو پوليس وواژه
ځانمرگي په چاودېدونکو موادو بار موټر دښار د خوست پله ته نژدې د جمعې ورځې غرمه مهال د ناټو او افغان پوځيانو پر کتار وروست. د رامنځ ته شوې چاودنې له امله يو افغان پوليس ځاى پر ځاى ووژل شو. دغه راز د ناټو او افغانستان يو يو سرتېرى ټپيان شوي او نور قربانيان ولسي وگړي دي.

د حنيف په نامه يوه طالب وياند وويل چې بريد د دوى يوه ځايي ملگري ترسره کړى، خو افغان چارواکي وايي چې د بريد کوونکي څېره د افغانانو نده.

يوه عيني شاهد چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې تر چاودنې وروسته افغان پوځيانو ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې يو شمېر ځايي خلک ټپيان شول، خو چارواکي دغه ادعا نه مني.

په گاونډي ولايت پکتيکا کې هم يوه نارينه ځانمرگي چې د ښځو څادري يې پر سر وه، د ځان په الوزولو دوه افغان سرتيري ټپيان کړي دي.

په دغه ولايت کې د افغان پوځ يوه قوماندان، جنرال مراد علي خبري آژانسو ته ويلي چې بريد کوونکى، د افغان عسکرو ډلې ته چې په يوه بازار کې په گزمه بوخت وو، ورنژدې شو او په ځان پورې تړلي مواد يې وچول.

طالبانو په دې وروستيو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو خلاف ځانمرگو بريدونو ته زور ورکړى دى.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت