|
چاودنې د پکتيکا يو ولسوال او پنځه پوليس ووژل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يوې چاودنې د افغانستان د پکتيکا ولايت د يحياخيلو د ولسوال سربيره پنځه تنه پوليس ووژل او څلور نور يي ټپيان کړل . ددغې پيښې په اړه ډير جزيات نه دي څرگند خو لومړني راپورونه وايي چې چاودنه له هغې وروسته وشوه چې د ولسوال د سپرلۍ گاډى پر يو ماين وخوت چې له وړاندې د واټ په زړه کې خښ شوى وو . چارواکو ويلي دي چې ولسوال د هغو وسلو لټون پسې وتلى وو چې په ناقانونه توگه کاريدلې . د پکتيکا والي اکرم خپلواک ددغه خبر پخلى کړى خو ډير جزيات يي نه دي ورکړي . دغه ولايت چې له گانډي پاکستان سره پرپوله پروت دى ډيره ناکراره او نا امنه دى . دخونړيونښتو اوچاودنو راپورونه هر وخت له دغه ولايت څخه راځي . په سيمه کې د بي بي سي يو خبريال وايي چې د نړيوالو ځواکونو ډيرې اډې په دغه ولايت کې فعالې دي او ددولت مخالفو جنگياليو د پراخو بريدونو گواښ کړى دى . دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د يو وژل شوي قومندان ملا داد الله ورور د يوې اعلامې په خپرولو سره ځان د دادالله ځاى ناستى اعلان کړى دى او گواښنه يي کړې ده چې پرنړيوالو او افغان سرتيرو به د بريدونو لړۍ چټکه کړي . ملا دادالله د روانې مېاشتې په لومړيو کې د نړيوالو او افغان پوځيانو د گډو عملياتو په ترڅ کې ووژل شو . | ورسره تړلي نور خبرونه څارډله: ملالۍ جويا کار ته پريږدئ24 مۍ, 2007 | خبرونه 'د سپنتا ليرې کول نړيواله ټولنه اندېښمنولى شي'23 مۍ, 2007 | خبرونه پولنډ افغان پوځ ته وسلې او چورلکې ورکوي23 مۍ, 2007 | خبرونه په کابل او ميمنه کې بريدونو درې کسان وژلي23 مۍ, 2007 | خبرونه د بخښنې ټولنه : بشري حقونه نه دي پر ځاى شوي23 مۍ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||