|
د بخښنې ټولنه : بشري حقونه نه دي پر ځاى شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د بشري حقونو نړيوال سازمان يا امنيستي انترنيشنل پخپل کلني راپور کې وايي د نړۍ زبر ځواکونه او وسله والي ډلې په لوى لاس ولسي وگړى ويروي او د هغوى بشري حقونه تر پښو لاندي کوي. د بخښنې نړيوال سازمان عمومي منشي ايرين خان دغه خبرې په لندن کې د ٢٠٠٧ کال لپاره د خپل رپوټ د خپراوي پر وخت د يوۀ خبري کنفرانس د پرانستلو پر مهال وکړې او ويې ويل چې له افغانستان نه نيولې بيا تر زمباوې پوري له بشري حقونو سر غړونې شوي دي . له ترهگرۍ سره د امريکا د جگړې په اړه ميرمن خان وويل په لويديځ کې له اسلام څخه ويره او په اسلامي نړۍ کې له امريکاييانو څخه کرکه مخ پر زياتيدو ده . ميرمن خان وويل چې امريکاييان له ترهگرۍ سره جگړې لپاره په ميلياردونه دالره خرڅوي او د خپل امنيت لپاره بشري حقونه تر پښو لاندي کوي . دې وويل : (( زما په اند په افغانستان کې د بشري حقونو وضع ډيره غم لړلې ده ځکه چې افغان حکومت او نړيوالي ټولنې د بشري حقونو او د قانون پر بنست ولاړ د يوه اغيزمن دولت د جوړولو موقع له لاسه ورکړې د نړيوالي ټولنې ځينې غړي د افغانستان په خاوره کې له ترهگرۍ سره جگړې کې ډېر لېوال وه او پخپله افغان حکومت هم هغه خلک چې په پخوا کې يې جرمونه کړي وه نه يوازې دا چې د عدالت منگولو ته يې ونه سپارل او اوس هم په حکومت کې ځاى لري چې په نتيجه کې يې فساد ډير شوى د مخدره داروگانو توليد او قاچاق کې زياتوالى راغلى او طالبان يې يو وار بيا راټوکولي دي او د خلکو د کنترولولو لپاره دوى د ځانمرگي بريدونو په شان ډير بيرحمانه تکتيونه کاروي. )) خو له دې سره سره ميرمن ايرين په افغانستان کې د بشري حقونو د ملي او نړيوالو سازمانونو هلې ځلې وستايلې او ويې ويل چې افغان تنظيمونو په هغه هيواد کې د بشري حقونو د سرغړونو څخه د پلو په پورته کولو کې په ډيرو خطرناکو شرايطو کې چې ځينو يې ان په دې لار کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى ډير زړه ور گامونه پورته کړي.. ميرمن خان په قضايي سيستم ، د ښځود بشري حقونو د خونديتوب او نجونو د ښونې او روزنې په برخه کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه . دې وويل : (( موږ په نړۍ کې اوس چې کوم حالات وينو نو مسوليت يې د ټولو په غاړه دى د ملي حکومتونو او هم غټو هيوادنو . ملي حکومتونه کولاى شي چې د خپلو وگړو په ژوند کې بدلونه راولي ، ځيني لوى هيوادونه د بشري حقونو د اجندا د پر مخ بيولو پر ځاى خپلې اجنداوي پر مخ بيايي او د هيوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي زما په اند دا د مطبوعاتو ، په نړۍ کې د خلکو نظرونو او نړيوالو مدنې ټولنو دنده ده چې پر لويديځو هيوادونو زور واچوي او روښانه پيغام واستوي په لويديځو مطبوعاتو کې هره ورځ د عراق او فلسطينيانو په اړه خبرونه خپريږي خو د افغانستان په اړه دير لږ څه خپريږي زما په اند دا ډيره مهمه ده چې د افغانستان حالات بيرته په خپرونو کې منعکس شي موږ بايد له ياده ونه باسو چې افغانستان مو له پامه وغورځوى چې په نتيجه کې يې د ١١ سپتامبر بريدونه رامنځ ته شول لويديځ بايد دا ومني چې د نړۍ امنيت په افغانستان پوري تړلى دى او دوى بايد هلته په اغيزمن ډول بوخت شي . )) خو ميرمن ايرين بياهم د افغانستان په اړه خوشبيني څرگنده کړه او ويې ويل چې لا اوس هم ناوخته نه دى او حکومت کولاى شي چې امنيت ته پام واړوي اداري فساد له مينځه يوسي او خپل واک له مرکز نه بهر نورو سيمو ته وغځوي او د جنگ سالارانو او قومندانانو چې خپل قانون پلي کوي مخه ونيسي . | ورسره تړلي نور خبرونه د بخښنې ټولنه : پاکستان دې پر طالبانو فشار واچوي19 اپريل, 2007 | خبرونه م.م: د بخښنې تعديل شوی منشور ظاهرآ عادلانه دی12 مارچ, 2007 | خبرونه ولسمشر کرزي د بخښنې قانون له بدلون سره ومانۀ10 مارچ, 2007 | خبرونه د افغانستان په اړه دبښنې د نړيوال سازمان راپور25 مۍ, 2006 | خبرونه ٦٠ نور طالبان د سولې بهير سره يوځاى شول26 فبروري, 2006 | خبرونه ١٧٠ تنو نورو پخوانيو مخالفينو ملي پخلاينه و منله 05 فبروري, 2006 | خبرونه د بخښنې نړيواله ټولنه په يونان کې د افغانانو په ځور ځوريدلې23 دسمبر, 2004 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||