BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:12 گرينويچ 2007 ,23 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پولنډ افغان پوځ ته وسلې او چورلکې ورکوي

افغان پوځ
له افغان پوځ سره د مرسته کېدونکو وسلو او چورلکو په اړه جزئيات نه دي ورکړل شوي
پولنډ ژمنه کړې چې د افغان ملي پوځ او هوايي ځواک د پياوړي کولو لپاره به له افغان حکومت سره د وسلو او چورلکو مرسته کوي. ک

ه څه هم تر اوسه د مرستو د اندازې په اړه څه نه دي ويل شوي خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې دغه مرستې به په وړيا توگه افغان حکومت ته ورکول کيږي.

افغان حکومت څو ځلې له نړيوالې ټولنې د هوايي ځواک د پياوړي کېدو لپاره د مرستو غوښتنه کړې خو د ناټو له غړو هيوادنو نه له چيک جمهوريت وروسته پولنډ دويم هيواد دې چې د افغان حکومت غوښتنو ته يې مثبت ځواب ويلى دى.

که څه هم تر اوسه د پولنډ د مرستو د اندازې او چورلکو د څرنگوالې په اړه څه نه دي ويل شوي خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې دغه مرستې به په وړيا توگه افغان حکومت ته ورکول کيږي.

پولنډ پر داسې مهال افغانستان ته د چورلکو او وسلو د ورکولو ژمنه کوي چې له دې وړاندې افغان حکومت څوځلې له نړيوالې ټولنې د هوايي ځواک د پياوړي کېدو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي يوې خبري غونډې ته وويل پولنډ له دې وړاندې هم ملي پوځ ته ځينې وسلې او تجهيزات ورکړي و خو دغه هيواد هوډ لري چې د افغانستان د هوايي ځواک په پياوړي کولو کې هم ونډه واخلي.

ښاغلي عظيمي زياته کړه تر راتلونکو دوو کلونو به د افغانستان هوايي ځواک ٢٠٠ ډول-ډول الوتکې ولري . د نوموړي په وينا له چک جمهوريت وروسته پولنډ دويم هيواد دى چې تر اوسه يې افغانستان ته د چورلکو او وسلو د ورکولو ژمنه کړې ده.

پولنډ دا مهال په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې څه د پاسه ٥٠٠ سرتيري لري چې ډېرى يي په ختيځو ولايتونو کې مېشت دي. همدارنگه پولنډ دناټو په چوکاټ کې افغانستان ته د نورو ١٠٠٠ سرتيرو د استولو ژمنه هم کړې ده.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت