|
افغان پوځ پر امريکايي وسلو سمباليږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
امريکا به دافغانستان له ملي اردو سره د سلگونو ميليونو ډالرو په ارزښت سږکال مرسته وکړي . دا خبره نن ، د چنگاښ ١٢ د جولاى ٣ ) په کابل کې امريکايي پوځي چارواکې دوربېن د هغو وسلو او وسايطو د نمونې د ښولو پروخت وکړه چې امريکا يې دافغانستان له نوي پوځ سره مرسته کوي . افغان چارواکي دا کار دامنيت په ښه والي کې مهم بللى دى . هغه وسلې او تجهېزات چې د افغانستان ددفاع په وزارت کې نندارې ته اېښول شوي وو دهغو وسلو او تجهېزاتو په څېر وو چې امريکايي پوځ يې استعمالوي . ددغو وسلو او وسايطو يوه برخه به د روان کال تر پايه پورې دافغان پوځ په واک کې ورکول شي . دافغانستان ددفاع وزير عبدالرحېم وردگ ددغو امريکايي تجهېزاتو د نندارې پر مهال وويل تر اوسه دافغان پوځ زياتو سرتېرو له هغو وسلو او مهماتو نه گټه اخيسته چې د ډي ډي ار د پروگرام په ترڅ کې راټوله شوې .دى وايي نوي امريکايي وسلې او مهمات به دافغان سرتېرو په عملياتو اوساتنه کې گټور تمام شي ((دابه نه يوازې د ملي اردو جگړه اېز قابليت لوړ کړي بلکې د پوځ دسرتېرو او افسرانو په عملياتي او جگړه يزو چاروکې به متبت رول ولوبوي . له بده مرغه تر او سه افغان پوځبې له کوم ساتونکي شي د ماين او ځان وژونکو بريد ونو په وړاندې فعالېت کاو. خو له نېکمرغه اوس دا ستونزه حل شوې او هغه وسلې او وسايط به افغان پوځ ته ورکول شي چې امريکايي ځواکونه يې کاروي )) له افغانستان پوځ سره دامريکاد د پوځي مرستو د همغږۍ د ادارې مشر جنرال دوربين دافغان پوځ سره د خپل هېواد دمرستو ژمنه بيا تکرار کړه او زياته يې کړه چې متحده اېالات به دافغا ن پوځ تر بشپړې سمبالتيا پورې خپلو مرستو ته دوام ورکړي . امريکايي جنرال دوربين دهغې ورځې هيله وکړه چې افغان پوځ هم د شمالي اتلانتيک يا ناټو ځواکونو په چوکات کې د سولې د ټينگښت په چارو کې برخه واخلي . (متحده اېالات د خپلو ملگرو په مټ افغان پوځ ته ډېرې مرستې ځانگړې کړي او امريما په يواځې سر د ٢ ميليارد ډالرو ورکړې ته ژمن دى ) د پوځي مرستو دورکړې دغه گام د افغان ولسمشر حامد کرزي تر هغو نيوکو وروسته پورته شوى چې ويلي يې وو نړيواله ټولنه دافغان پوځ او پوليسو سره ډيره مرسته نه کوي . او ځيني پوځي چارواکې دا ستونزه د افغان پوځ او پوليسو د وسلو او تجهېزاتو په کموالي پورې تړي . د افغانستان ددفاع وزارت دغرونو دقهر په نوم دنويو او لويو عملياتو د پيل خبر هم ورکړو . خو دوخت او سېمې له ښولو يې ډډه وکړه . افغان پوځ له اوږدو کلونو راهيسي په روسي وسلو او پوځي نظام سمبال وو خو او س دولت ملاتړلې چې نوي پوځ په نوي امريکايي پوځي سيستم او وسلو سره سمبال کړي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||