|
امريکا:د افغان پوځ او پوليسو روزنه گړندۍ کوو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان لپاره د امريکا د متحدو ايالاتو د پوځي همکارۍ اداره وايي چې د افغان ملي پوځ او پوليسو د روزلو د بهير د گړندي کولو تکل لري . د ادارې نوي مشر بريد جنرال ډاگلس پرټ نيټ په لومړي ځل د امريکا د دفاع له وزارت ( پنتاگان ) نه د يوه ويډيوي کنفرانس له لارې په کابل کې خبريالانو ته څرگندونې کولې . ده وويل چې د پوځ او پوليسو په روزنه کې به له دې وروسته ناتو او اتلافي ځواکونه څنگ په څنگ ونډه اخلي . دا لومړى ځل دې چې د متحدو ايالاتو د دفاع وزارت يا پنتاگان يو چارواکې د ويډيوي کنفرانس له لارې په کابل کې د خبريالانو پوښتنو ته ځواب وايي . ددې خبري کنفرانس په مهال د افغانستان لپاره د امريکا د پوځي همکارۍ د ادارې د نوي مشر جنرال ډاگلس پرټ نيټ لومړنى پيغام دا وو چې د افغانستان د ملي پوځ او پوليسو د روزلو بهير به گړندى کوي . جنرال پرټ نيټ ددې لپاره د ملي پوځ د روزنې د مرکزونو د ډيرولو او په دغه بهير کې د امريکايي پوځيانو تر څنگه د اتلافي ځواکونو او ناتو د پوځيانو د ونډې د پراختيا يادونه وکړه . ځانگړې اشاره يې دې ته وه چې د افغانستان سويل ته به د ناتو د ځواکونو د ماموريت له غپيدو سره جوخت په دغه سيمه کې هم د ملي پوځ او پوليسو د روزلو مرکزونه پرانيستل شي . جنرال پرټ نيټ د لايرز په گډون د افغانستان د ملي پوځ لپاره د نوې پوځي تکنالوجۍ د سمبالتيا خبره هم وکړه . خو ټينگار يې دا وو چې دا به د وسلو کوم ډير عصري او پرمختللى سيستم نه وي ، بلکه داسې امکانات به وي چې په مټ يې د افغانستان ملي پوځ د شته وسلو د سمې کارونې او د مخالفانو له لورې د متوجه ننگونو د مقابلې وس ومومي . دۀ وويل : (( نن سبا د باغيانو په وړاندې ځينې بنسټيز کارونه پکار دي . بې له شکه چې لوى وسلې په دې نښتو کې نه کاريږي . دا ډول ملکي کسانو ته د جگړو په مهال اووښتونکي زيان ته په کتو سره سپکې وسلې په دغه ډول عملياتو کې ښې دي . موږ افغانستان ته د لايزر د روزنې ځينې سيستمونه ليږو چې په دې بهير کې به مرسته وکړي .)) دپنتاگان له لورې د افغانستان د ملي پوځ د روزلو د بهير د گړندي کولو دغه نوي وړانديزونه په داسې حال کې مخې ته شوي چې له څه مودې راهيسې د افغانستان په سويل او ختيځ کې د مخالفانو د بريدونو په کچه کې په څرگنده توگه زياتوالى راغلى دى . ها خوا انگيرنه داده چې که دغه بهير گړندى نشي ، نو له مخکيني مهال ويش سره سم د ٢٠٠٧ ميلادي کال تر پايه په پام کې نيول شوې ٧٠٠٠٠ کسيزه اوردو نشي بشپړيدى . اوس مهال د پوځ د روزل شويو سرتيرو شميره ٣٠٠٠٠ ده . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||