BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:53 گرينويچ 2007 ,24 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څارډله: ملالۍ جويا کار ته پريږدئ

ملالۍجويا
ملالۍ جويا کار له هغې وروسته وځنډول شو چې په يوه ټلويزوني مرکه کې يي ملي جرگه له غوجلې سره پرتله کړه .
د بشري حقونو د څار نيويارک ميشتې ډلې د افغانستان پر پارلمان غږ کړى چې ملالۍ جويا ته د يوبيړني گام په ترڅ کې خپله دنده بيا وسپاري .

دغې ډلې د يوي اعلامې په خپرولو سره وويل له کار څخه د هغې مخنيوى هغه څه دي چې د وينا د خپلواکۍ بنسټونه ماتوي .

دڅار نيويارک ميشتې ډلې اغلې جويا د بشري حقونو پياوړې فعاله او د افغان ميرمنو لوړ اواز بللې ده .

د افغانستان په پارلمان کې د فراه ولايت استازې ملالۍ جويا کار له هغې وروسته وځنډول شو چې په يوه ټلويزوني مرکه کې يي ملي جرگه له غوجلې سره پرتله کړه .

اعلامې د اغلې جويا په وړاندې د افغانستان د ملي جرگې دغه گام د ولسواکۍ او د وينا د خپلواکۍ له ارونو څخه ښکاره سرغړاوى بللى او په بيړني ډول يي د هغې د کار د بياورکړې غوښتنه کړې ده .

دبشري حقونو د څار ډله له افغان ولسي جرگې غواړي چې غړو ته يي د وينا د خپلواکۍ حق ورکړي او داسې شرايط برابر کړي چې دوى د کار د ځنډولو، له ويرې پرته خپل نظر

که ملالۍ جويا له پارلمان څخه بښنه وغواړي نو دوى به يي پر بيا ستنېدو غور وکړي .
ستار خواصي

څرگند کړي . په دې اعلاميه کې راغلي دي چې د پارلمان نورو غړو هم په تيرو وختونو کې پر يو بل نيوکې کړي دي خو هيڅوک له پارلمان څخه نه دى شړل شوى .

د افغانستان په پارلمان کې د ملالۍ جويا کار له هغې وروسته وځندول شو چې نوموړې په يوه ټلويزوني مرکه کې د افغانستان پارلمان له غوجلې او ژو بڼ څخه هم بد وگاڼه .
نوموړې په دغه مرکه کې وويل ، په غوجله کې غوا، وي چې شودې ورکوي او خر چې ورى وړي.

د بشري حقونو د څار ډلې د اسيا د برخې مشر براډ ادمس د ملالۍ جويا د وينا په غبرگون کې وويل، هغه څه چې ملالۍ جويا ويلي دي د هغې د کار د ځنډولو وړ نه دي چې همکارانو يي ترسره کړي دي .

د افغانستان دپارلمان لومړي منشي ستار خواصي بي بي سي ته د پارلمان په غبرگون کې دبشري حقونو د څار د ډلې وينا د ولسي جرگې په چارو کې لاسوهنه وبلله او وېويل چې دوى به چا ته اجازه ورنکړي چې د پارلمان په چارو کې مداخله وکړي .

ده وويل که ملالۍ جويا له پارلمان څخه بښنه وغواړي نو دوى به يي پر بيا ستنېدو غور وکړي .

له بلې خوا د اغلې جويا په ملاتړ سلگونو کسانو د فراه په ولايت کې لاريون وکړ او پارلمان ته يي د هغې د بيا ورگرځيدو غوښتنه وکړه .

د کار له ځنډيدو وروسته اغلې جويا وويل چې دېته د ټليفون له لارې د مرگ گواښونه شوي دي .

 ملالۍ جويا د بشري حقونو پياوړې فعاله او د افغان ميرمنو لوړ اواز ده .
د بشري حقونو د څار ډله

ملالۍ جويا پر پخوانيو افغان جنگي سالارانو د يوې وتلې منتقدې په توگه هغه وخت راڅرگنده شوه کله چې يي د اساسي قانون لپاره د لويې جرگې په بهير کې د کورنۍ

جگړې مشران د جنگي جنايت کارانو په توگه وغندل او د هغوى د محکمې خبره يي راپورته کړه .

ددغسې وينا گانو لړۍ ٢٨ کلنه ملالۍ جويا د بشري حقونو د ډلو او نادولتي ټولنو له ملاتړ څخه برخمنه کړه .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت